IQNA

مسلمانان نن سبا د قدس د آزادۍ لپاره ډير جدی هوډ لری

15:53 - August 24, 2011
د خبر لمبر: 2176321
سياسی ډله: د فلسطين د ملت د دفاع انجمن ستر سكترمجتبی رحمان دوست وويل د نن سبا مسلمانان د قدس د آزادۍ لپاره ډير جدی هوډ لری
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د فلسطين د دفاع انجمن ستر سكترمجتبی رحمان دوست نن د فلسطين او قدس شريف مسئله د مينځنی ختیځ د سيمې جدی مسئلې وبللی او ویې ويل صهيونست رژيم چې كلونه كلونه په سيمه كې یې د سترو قدرتونو له سلطې ګټه اخيسته، له تيريو څخه یې ملاتړ موجود ؤ او د خپلو هدفونو د تحقق لپاره یې زمينې برابری ليدلی، اوس په سيمه كې د ديكتاتوری نظامونو د نسكوريدو كتوونكی دی.
د فلسطين د دفاع انجمن ستر سكترهيله وښودله د ايران مسلمان او روژه خلك به يو وار بيا د قدس په نړيواله ورځ په خپل پراخ شتون سره د امام خمينی (رح) سپیڅليو آرمانونو ته خپله پايبندی وښيی او يو ځل بيا به په سيمه په تيره بيا د مظلومو ملتونو د روحيو د پياوړتيا د ډاډ لامل شی .
ښاغلی مجتبی رحمان دوست ټينګار وكړ د قدس دنړيوالې ورځی په لاريونونو كې د مسلمانو ملتونو يوموټی شتون صهيونست نيواكګر تر ډيره حدهع كمزوری كړی او هغه اراده چې دصهيونست ناروا رژيم د جنايتونو او نيواكګريو د ختمولو لپاره تر وروستۍ شيبې پورې دوام وركړی .
848933
captcha