د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ايت الله العظمی خامنه ای پرون د پوهنتونون دعلمی پلاويو له غړيو او سلګونو استادانو سره په كتنې كښې وفرمايل دقدس ورځ يوه مهمه او ستره ورځ ده چې دايران ملت او نور مسلمان ملتونه هغه حقه خبره كوی چې استكبار كابو شپيته كلونه دهغې دغلی كولو لپاره پانګونه كړی وه .
حضرت ايت الله العظمی خامنه ای په دې خبرې ډاډ څرګندولو سره چې روان كال به په ايران او اسلامی هيوادونو كښې دقدس ورځ په ډير عظمت او پرتمينه توګه ترسره شی د ايران علمی پرمختګونه یې د استكبار د جبهې په مقابل كښې د ايران د ملت د پرتمينه مقاومت اصلی ستنې او اركان وبلل او ټينګار یې وكړ دغه عملی پرمختګونه چې د ايران ستر ملت ته یې په نفس اعتماد، سرلوړې ، دارادې قوت ، او داستقامت شجاعت بخښلی دی دپوهنتون او دپوهنتوالو له كبله دی .
دايران داسلامی انقلاب ستر لارښود په دوام كښې ددښمانانو سياسی ، پوځی او امنيتی پرله پسې ګواښونو، د ايران بايكاټ او دساينس پوهانو ټرور ته په اشارې سره زياته كړه دايران ملت ددښمانانو د جبهې په وړاندې په قدرت او استقامت سره ولاړ دی او دهيواد په علمی او عملی پرمختګونو تكیې سره په پريكنده توګه دنړۍ زيات غواړو او سلطه غوښتونكو نه ويلی دی.
حضرت ايت الله العظمی خامنه ای له پوهنتونونو دعلم او دين له مينځه وړل دسلطه ګرو دجبهې دوه اصلی هدفونه وبلل او زياته یې كړه په دفاعی صنايعو، بنيادی سلولونو ، اټومی انرژۍ ، هوافضا ، سوپر كامپيوټرونو او نورو ډګرونو كښې دايران دينداره ځوانان ډير ځليدلی دی او دايران دساينس پوهانو په مرستې سره پرمخ روان دی .
دايران داسلامی انقلاب ستر لارښود په دوام كښې دسيمې دحالاتو په بيانولو سره دسيمې دوروستيو پیښو يوه نتيجه دلويدیځ داقتصادی اوسياسی نظريو ناسم معلومول وبلل او جوته یې كړه د لويدیځو هيوادونو بد اقتصادی شرايط او د سيمې پیښې په ټول كښې ددې ښودنه كوی د لويدیځ اقتصادی او سياسی نظریې نيمګړتياوې لری او شاته پاتې دی نو پردې اساس د اسلامی تفكر او تفكر له وړاندې څخه د زيات پياوړی كولو لپاره ګام پورته كړو.
849414