IQNA

احمدی نژاد: د صهيونيسټ رژيم تثبيت د شونی ندی

17:28 - August 26, 2011
د خبر لمبر: 2177037
سياسی ډله: د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر وويل، د فلسطين او سيمې د خلكو د مقاومت په پراخېدو سره، د صهيونيسټ رژيم باداران دې باور ته رسيدلی چې ددې رژيم تثبيت ناشونی دی.
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر ډاكټر محمود احمدی نژاد نن د تهران د جمعې لمانځه له خطبې وروسته وويل چې د صهيونيسټ رژيم بنسټ له خطر سره مخ دی او لويدیځ هېوادونه د سيمې د بدلونونو په مديرت سره د لا زيات امتياز ترلاسه كولو په هڅه كې دی.
احمدی نژاد د فلسطين تاريخی لرغونتوب ته په اشارې سره وويل، چې لويدیځ هېوادونه پر خپلو جنايتونو د برغولی په اېښودلو سره، د فلسطين او صهيونيسټ رژيم دوو دولتونو د جوړيدل تبليغوی.
ولسمشر احمدی نژاد زياته كړه چې د فلسطينی دولت په جوړيدو سره به د مقاومت بهير اوږدو او نمايشی شی.
ښاغلی احمدی نژاد په دوام كې ددې په بيانولو سره چې استكباری نړۍ كمزورې شوې ده وويل چې امنيت او عدالت به هیڅ كله هم د ناټو او لويدیځو هېوادونو د ټوپكو په خولو رامنځ ته نه شی
849965
captcha