د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له «المنار» اطلاع رسوونكی مركز یې نقلوی، د لبنان د حزب الله مشر «سيد حسن نصر الله»، دې خبرو ته په پام وويل: ټول بايد خپلې مادی، سياسی، رسندويزې كه وارۍ سره د قدس د ازادۍ لپاره كار وكړی او د فلسطين مسئله د روژې او لمانځه او جهاد په شان زمونږ د دين يوه برخه ده.
هغه زياته كړه: د يهوديانو سازشانو بايد په ډاكه كړو او اوچت اواز سره بايد غږ وكړو او همدارنګ عربی هيوادونه په بيله توګه د عربو اتحاديه او د اسلامی مرستې سازمان بايد په دې هكله په خپلو ذمه وارو عمل وكړی.
نصر الله دې خبرې ته اشاره وكړه چې د صهيونيسټو خطرناك سازش د فلسطين په ځنكه د يهوديانو ابادول دی په بيله توګه په بيت المقدس كښې، او د ټولو مشكلاتو سبب په فلسطين كښې د صهيونيسټی رژيم نا مشروعه شتون دے. چې له بلې خوا راغلی او د دې هيواد تيل او شته وړی.
850093