IQNA

په مصر كښې راغونډ شوې كسانو د اسرائيلو د سفير وتل وغوښتل

19:44 - August 27, 2011
د خبر لمبر: 2177647
نړيواله ډله: د مصر سياسی او عمومی ګوندونو پرون د وږی د مياشتې په څلورمه نیټه د الازهر په جامع جومات كښې راغونډ شو او له قاهرې یې د صهيونيسټی رژيم د سفير وتل وغوښتل.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له «اليوم السابع» ورځپاڼې یې نقلوی، د مصر د كار ګوند د «مجدی حسين» په مشرۍ كښې د جمعې له لمانځه وروسته، په الازهر جومات كښې په يوه غونډه كښې، د صهيونيسټی رژيم په تيريو اعتراض وكړ او له قاهرې یې د صهيونيسټی رژيم د سفير وتل وغوښتل.
په دې غونډه كښې سياسی او د ځوانانو اتحادیې او عامو ګوندونو ګډون وكړ او د مصر په پولو كښې یې د هغوی لاس وهنه وغندله.
850492
captcha