IQNA

د قطر په قرانی مقابلو كښې د ښځو او ماشومانو ګډون

19:44 - August 27, 2011
د خبر لمبر: 2177652
نړيواله ډله: د قران كريم د مقابلو يوولسمه دوره، په قطر كښې د هندوستان د اصلاحی مركز(QIIC) چې ماشومانو او ښځو سره خاص دے، ترسره شوه.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له «The Peninsula» اطلاع رسوونكی مركز یې نقلوی، په زرګونو ګډون كوونكيو په يو وخت د دوحې او دوخان ښارونو په «حمزه بن عبدالمطلب» مدرسو كښې د قران كريم په مقابلو كښې ګډون وكړ.
په دې مقابلو كښې د سوره مائده، سوره لقمان، سوره مطففين د حفظ مقابلو په دريو ټولګيو كښې ترسره شوې چې غرض د روژې په مياشتې كښې د قران كريم د قرائت او حفظ ته د خلكو هڅول وو. د دې مقابلې كټونيكو ته به د وړوكی اختر په پروګرام كښې ډالۍ وركول كیږی.
850403
captcha