د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر ډاكټر محمود احمدی نژاد نن په تهران كې د كورنيو اوميرمنو په برخه كې د فعالانو اومديرانو په ټول كې وويل ايرانۍ ميرمنې ددغه هيواد په ټولنه كې مهم او غوره رول لری او ايرانۍ ميرمنې د نورو بشری ټولنو دميرمنو لپاره غوره بيلګې كيدلای شی .
د اسلامی ايران ولسمشر ډاكټر محمود احمدی نژاد د ايرانيو ميرمنو ارزښتمنو او لوړو صفاتو او د كورنۍ په ښوونه او روزنه كې د هغوئ اغيزو ته اشارې سره وويل هغه ظلم چې په لويدیځ كې په ميرمنو شوی دی، د ميرمنو شتون یې له مينځه وړی او په همدې دليل په لويدیځ كې د ښځو پلوۍ ډلی جوړی شوی دی .
ښاغلی ډاكټر محمود احمدی نژاد وويل انسان د الله تعالی ښكلی موجود اومخلوق دی او انسان د متعال خدای د جمال هنداره كيدلای شی او الهی صفات په ځان كې انځورولای شی .
850303