د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اطلاع رسولو مركز «romandie» یې نقلوی چې ښاغلی «شيخ وانيس مبروك» چې د ليبيا د انقلابيانو په لشكر كې ؤ د طرابلس د قذافی د نسكوريدو نه پس په لومړنۍ جمعی خطبو كې وويل چې په ليبيا كې ولسی انقلاب اسلام او ازادۍ لپاره ده.
له بلې خوا انقلابيون د قذافی او دهغه د كورنۍ د پيداكولو په حال كې دی او له بلې خوا هڅه كوی چې د ليبيا ټول ښارونه د قذافی له مزدورانو خلاص اود هېواد بشپړ كنټرو ترلاسه كړی.
په دې منځ ومان كې هغه څه چې د انقلابيونو لپاره ارزښت لری، تر يوې واحدې قوماندې لاندې د قذافی د مخالفينو د ډلواو ځواكونو د راوستلو او غږملولو هڅه ده.
د دې مهم اصل د پرځایښت لپاره د ليبياد انقلابيونو لوړ پوړی پوځی قوماندان، عبدالحكيم بلحاج په طرابلس كې په يوه خبری ناسته كې وويل چې د قذافی مخالفې جنګيالۍ ډلې، د يوې پوځی شورا تر قوماندې لاندې راغلې دی.
د ليبيا د نفوس ځانګړی جوړښت ته په پام سره چې له ډېرو او مختلفو قومونو جوړ دی،د انقلابيونو وروستی اقدام د قذافی په مخالفه جبهه كې د درځ د رامنځ ته كېدو د مخنيوی په لاره كې يو ګام ګڼل شوی دی.
كه څه هم چې د ليبيا ډېری قومونو له قذافی سره د مخالفت بېرغ په لاس كې اخيستی دی، خو دا ويره هم شته چې ددې هېواد په لنډمهاله او راتلونكی دولت كې د هغوی ونډه غوښتنه پر ليبيا كړكيچن شرايط واكمن كړی.
په ځانګړې توګه له ډېر وخت راهيسې دلويدیځ قبايل د طرابلس به مركزيت سره او د ختیځ قبايل د بنغازی په مركزيت سره يو له بل سره سيالی درلودلې ده.
دې واقعيت ته په پام سره، د ليبيا ملی انتقالی شورا هڅه كوی چې د هېواد دلويدیځ او ختیځ د ټولو قبايلو جنګيالی په ليبيا كې د خپلو موخو لپاره د يوې واحدې پوځی شورا تر قومانده لاندې راولی.
د قذافی او د هغه د كورنۍ د نيولو ترڅنګ چې اوس د انقلابيونو تر ټولواصلی موخه ده، په ليبيا كې د نوی سياسی نظام رامنځ ته كولو په موخه د لنډمهاله دولت جوړيدل دملی انتقالی شورا نورې اندېښنې دی.
ډېری سياسی كارپوهان په ليبيا كې د دولت جوړيدو پړاو، يوستونزمن پړاو ارځولی دی.
اوسمهال دا باور شتون لری چې وسله وال قبايل چې د طرابلس د نيولواو د قذافی د پرځېدو لپاره ټولو هڅه كړې ده، ژر يا وروسته به په واك كې د خپلې ونډې غوښتنه كوی.
ځكه ځينې سياسی كړۍ په ليبيا كې د كورنۍ جګړې د رامنځ ته كېدو اټكل كوی.
داسې جګړه چې په ليبيا كې يوځل بيا د اروپايی هېوادونو لاسوهنې ته لاره پرانيزی.
د مارچ مياشتې راهيسې د ناټو غړو هېوادونو د ليبيا له ولسی خلكو د ملاتړ په پلمې سره ددې هېواد په لانجه كې ور ګډ شوی دی.
اوس هم ناټو د ليبيا له نوی دولته د ملاتړ لپاره خپل چمتو والی اعلان كړی دی.
شك نه شته چې ناټو او په ځانګړې توګه هغه هېوادونه چې په ليبيا كې یې په دوديزه توګه شتون درلودلی دی، ددې هېواد پ راتلونكې كې په رول لوبولو پسې دی.
هیڅ لرې نه ده چې د ایټاليا، فرانسې او بريتانيا په شان هېوادونه چې د ليبيا په كورنيو چارو كې له اوږدې مودې لاسوهنه درلودلې ده، د قذافی له پړاو وروسته به هم په ليبياكې د سيالو ډلو او قبايلو د لمسونې له لارې، وغواړی چې د ملی انتقالی شورا او يا په بل عبارت له لنډ مهاله دولته امتياز ترلاسه كړی.
د قذافی د مخالفو وسله والو ځواكونو ترمنځ غږملتياوې او د دسيسو د شنډولو په موخه د وسله والو مبارزينو د منظمولو لپاره د واحدې پوځی شورا جوړيدل د پام وړ ګرځيدلی دی، په دې موخه چې وكولای شی چې د قبايلو پر پوځی عملياتو لا زيات كنټرول ولری.
په ځانګړې توګه دا چې ځينې خبرونه د ليبيا د انقلابيونو په جبهه كې دنفوذونو ور ننوتلو ښودنه كوی.
850335