IQNA

د سعودی وهابيان د عراقيانو د وژلو فتواګانې وركوی

0:16 - August 29, 2011
د خبر لمبر: 2178331
نړيواله ډله: د عراق د اسلام ګوند «الدعوة» مشر او مسؤل «علی الأديب» په وهابيانو تور لګولے چی هغوی خلك د عراقی ښاريانو وژلو او تيروريسم ته هڅوی او ویې ويل: د عربستان د وهابيانو او سلفيانو ځينې افراطی ډلې د عراق په ډېرو سيمې كښې فعاليت كوی.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له «براثا» اطلاع رسوونكی مركز یې نقلوی، د عراق د اسلام ګوند «الدعوة» مشر او مسؤل «علی الأديب» "په ملی ورورولۍ كښې د دين د عالمانو رول" سمينار كښې په خپله وينا كښې چې د بغداد په كلتوری مركز كښې ترسره شو، وويل: د عربستان د وهابيانو او سلفيانو ځينې افراطی ډلې د عراق په ډېرو سيمې كښې فعاليت كوی او دا كار یې ادامه لری.
هغه زياته كړه: د عراق په ځينې پوهنتونونو كښې د سلفيانو تكفير تفكر په درسی موادو كښې داخل كړې شوی دی.
د عراق شيعه او سنی عالمانو په مكې كښې په يو قرار داد كښې د اتحاد او جنګ د مخنيوی لپاره لاس ليكونه كړی دی.
خو له د دې نه باوجود د عربستان ځينې ډلې په عراق كښې فعاليت كوی او تيروريسټان تقويتوی.
851086
captcha