د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې د شام د الوطن ورځپاڼې یې نقلوی چې د دغه راپور په اساس ټول بنديان په بشپړډول دهيواد دامنيتی اوعمومی پلټنې دادارې په كنټرول كې دی او په دې توګه ممكنه ده د سياسی بنديانو شيمر له دې هم ډير زيات وی .
د نړيوالې بخښنې دادارې څیړانددينا معمودهم وويل دعربستان امنيتی ادارې ډير پټ اقدامات كوی په ډې توګه چې د نيول شويو كسانو شمير او نوروجزياتو په باب ترې دبشری حقوقو داداروخبريداډيره ګرانه ده چې همدغه چاره ډير شكونه رامينځته كوی . دا په داسې حال كې دی چې د عربستان د كورنيو چارو د وزارت ويندوی منصور التركی مدعی شوی چې په دغه هيواد كې هیڅ يو سياسی بندی نشته
د مدنی اوسياسی حقوقو د ټولنې په اعلامیې كې راغلی دی محكمې د بشری حقوقو او دبنديانو د مدافعانو دادارو د حقوقو خلاف ورزی كوی او پّه هغو اعتراقاتو استناد كوی چې د شكنجو او زور په وسيله ئې ترې اخستی وی .
په تيونس او مصر كې د ولسی انقلابونو له برياليتوب او دمينځنی ختیځ په نورو عربی هيوادونو كې له ولسی پاڅونونو وروسته عربستان دغه هيواد ته د انقلاب د څپې د منتقليدا له ويرې هر ډول مظاهرې او غونډې په ډيرې سختۍ سره ځپی
851934