IQNA

د معاويه حسن او حسين په نامه جعلی فلم

8:43 - August 30, 2011
د خبر لمبر: 2178971
نړيواله ډله: تاريخ د تيرو پیښو د جاجولو علم دی، يو داسې علم چې په اساس ئې انسان دا امكان پيداكوی چې د تاريخی پیښو،ځای او وخت پكې ومومی.دتاريخ دعلم په څیړاندواوعالمانوكې باوراود تاريخی سندونو واقعيت هغه مهم اوغوره بحثونه دی چې د موجوده تاريخی نظريو نچوړاو اساس جوړوی.
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې د شام له ورځ پاڼې الوطن یې نقلوی د دې په دوام كې ليكی ځكه چې په تاريخ كې د حقايقو د نقلولو حساسيت يوه نه انكاريدونكی چاره ده . دغه حساسيت البته په ټولو چلندونو، ليكنو، كړنو او يا هنری آثاروكې چې تاريخ ته مخه كوی هم احساسیږی .
دتاريخی ټيليويژنی سريال يا فلم جوړول په وروستيولسيزو كې په درستې دنياكې دډيروتوليدونكودپآم وړګرځيدلی دی اودبيلابيلو هيوادونوخلكو ئې هم په هغه هركلی سره چې ددغو آثارودپنځولو ئې كړی دی ،ښئ چې دویډيوئی فلمونوپه چوكاټونوكې دتاريخ له جوړولوسره دلچسپی لری .
ددينونو تاريخ اودحضرت عيسی،حضرت موسی اوحضرت محمد (ص)په څيردپيغمبرانو ژوندهغه موضوګانې دی چې د نړۍ په دينی اوتاريخی سينما كې ورته پآم شوی دی .دغه فلمونه په هغوكمزورتياؤاوپياوړتياؤسره چې لری ئې،يوازې ددغولويوالهی شخصيتونودژونددتاريخ ځينی برخې انځوركړی دی.ايرانيو هنرمندانو هم په وروستيو كلونوكې په دغه ډګر كې كاميابې تجربې كړی دی چې په هغوكې د امام علی ،امام حسن ،امام رضا،حضرت عيسی ،حضرت مريم اودحضرت يوسف ژوند ته اشاره كولی شو چې په سيمه ايزې برخې او دنړۍپه مسلمانانوكې ئې ډيربرياليتوبونه ترلاسه كړی دی .
خوراوروستی مثال ئې چې په دغه ډګركې جوړشوی اوخپور شوی،د؛مختارنامه؛په نامه ټيليويژنی ټولګه ده چې د حضرت امام حسين عليه السلام دشهادت دغميزې نقلولواودهغه بزرګوارله شهادته څوكاله وروسته پیښوته اشاره كوی .دغه سريال يافلم چې دتاريخی باوری سندونوپه اساس جوړشوی دی،توانيدلی په ايرانيوليدونكوكې ډيرزيات محبوبيت ومومی . له دې وروسته چې دغه ټيلويژنی ټولګه دنورومسلمانوهيوادونودخلكولپاره له سپوږمكيزوچينلونوله خوانندارې ته وړاندې شو،دهغوی ډيرو نظرونه ئې هم ځان ته جلب كړل . ددغه برياليتوب خورا مهم دليل ئې هم په باوری اوكله هم له تاريخی داغ پرته په سندونودليكوالانو اودهغوی درغنده ټيم استناددی چې سبب شوی دغه هنری اثرپه دغه ډګر كې په يوې بريالی مثال بدل شی
خودغه برياليتوب په سيمې كې ديوشميرعربی چينلونواودعامو خلكولپاره ددغوحقايقودبيانولودمخالفانوله غبرګون سره مخامخ شواودوی ئې ديوه داسې اثرجوړولوته اړكړل چې ظاهرانيت لری ددغه ايرانی فلم يوځواب شی .د معاويه ،حسن اوحسين په نامه د فلم جوړول له ۲۰۰۹ كاله پيل شوی دی . ددغه فلم تصويرونو او برخو جوړول په څو عربی هيوادونو كې ترسره شوی دی او يوه برخه ئې هم د سږكال د روژې د مباركې مياشتې له پيليدا سره پيل شوی ده . هغه فلم چې د اسلام دسركينيووختونودتاريخ دانځورولومدعی دی،خوپه دې كې له ناباوری روايتونوڅخه استفاده اوتاريخی دروغ پكې داسې څرګند دی چې د هغه دڅو لومړنيوبرخوله خپريدا وروسته عالمانو،څیړاندواوډيروخلكوپرې سخت غبرګونونه ښودلی دی
ددغه فلم كيسه ددريم خليفه حضرت عثمان په ضدله بغاوته پيلیږی اوله دې وروسته دحضرت امام علی دحكومت پړاؤانځوریږی .د امام حسن دامامت پړاؤ،دامام حسين دامامت پړاؤاوورپسې په كربلاكې دهغه بزرګوارشهادت ددغه فلم ورپسې برخې دی . دمعاويه حسن حسين په نامه د فلمی ټولګې برابرونكی باوری دی چې غوښتل ئې ددغه فلم په جوړولوسره په مسلمانانوكې وحدت رامينځته كړی،خوپه حقيقيت كې مونږدهغوله اپوټه شی سره مخامخ شوو .
د فلمی كيسې جاجول اوهغه څه ته په ترڅ كتنه چې تر اووسه پورې نندارې ته وړاندې شوی دی،له هرڅه زيات ددې ټكی ښودنه كوی چې په دغه فلم كې تاريخی واقيعيتونه په داغې شكل سره مطر ح شوی دی .
جوړونكوپه پيل كې دمعاويه اويزيدپه څيردكسانودمشهورول هڅه كړې ده،يعنی داسې كسان چې دهغه څه په اپوټه چې په فلم كې ښودل كیږی،داسلامی ټولنې دلارې په بدلولواودحكومت په غصبولوكې زياته ونډه درلودلې اودخدای درسول دوه لمسی او دمسلمانانوپيشوائې شهيدكړی دی . ددغه فلم ليكوال او ډائريكټر په دغه فلم كې يوډول په دروغوسره هڅه كوی له تاريخی مستنداتو سره سره داسلام دګران پيغمبرله كورنۍسره دمعاويه اودهغه دزوی يزيددښمنی پټه كړی اودتاريخی واقعياتواوحتی دهغوی دخپلو خبرواوچلند په اپوټه څيره انځور كړی .
داسلام اوتشیّع دتاريخ دڅانګې استاذاوڅیړاندمحمدحسين رجبی دوانی په دې زمينې كې وائی،په دغه فلم كې معاويه چې سبب شوی دخلافت لاره له معنوی لاری جلاكړی،په يوې مثبتې څيرې سره نندارې ته وړاندې كړی،په داسې حال كې چې باوری تاريخی سرچينې يوه هم معاويه په دغه شكل سره نه يادوی د.حتی په دغه فلم كې دكربلادغميزې په رامينځته كيدااودامام حسين اودهغه دكورنۍ اوملګروپه شهيدولوكې دهغه دزوی يزيداساسی رول هيریږی اوپه ښكاره تاريخ ديوه خاص بهيراوتفكرپه ګټه جعل اوتحريف شوی دی .
له بلې خوا په دغه ټيليويژنی فلم كې هڅه كیږی ديوه افسانې او ښكاره دروغوپه لاسوندګرځولو سره د شيعه مذهب او د اهل تشيع اعتقادات تحريف او شكمن وښئ اوپه مسلمانانوكې تفرقه او درزرامينځته كړی ددغه فلم جوړونكی دخپلوچټی خيالونوپه اساس اوپه ګوته شمير بې باوره اونامستندوكتابونوته په مخه كولوسره ادعا كوی چې دعبدا... ابن سبا په نامه يوكس دشيعه مذهب يوبنسټګردی اودهغه لارښونې سبب شوی دی چې شیّعيت بڼه ومومی .خوددغه كس په باب واقيعیّت څه دی اوهغه انځورسره چې ددغه فلم ډائريكټرعبدالباری ابوالخيردهغه نندارې ته وړاندې كړی دی څه سمون خوری .
ددريمې قمری پیړۍدمورخ طبری دنقل په اسا س ددريم خليفه عثمان په وخت كې دعبدا ...ابن سباپه نامه يوه يهودی ويلی وو چې اسلام ئې منلی دی اودكوفې،شام اوبصرې په شان ښارونوته په سفرونو سره ئې ظاهراددين تبليغ اودحضرت امام علی دخلافت دفاع ته مخه كړې وه.طبری عبدا..ابن سبادعثمان دقتل لپآره د خلكودلمسولوعامل معرفی كوی .دغه تاريخی روايت دسيف ابن عمرپه نامه ديوه كس له قوله نقل شوی دی چې عالمان اومورخين هغه بې اعتباره ګڼی .ځكه چې سيف ډيرجعلی حديثونه نقل كړی دی اوپخپلوكتابونوكې ئې دپيغمبرلپاره ئې دداسې اصحابو نامې اخستې ده چې بل هيچادهغه نامه نه ده اخستې .په همدې اساس سيف ابن عمرپه موخانو كې باوری كس نه دی اوعجبه خبره ده چې طبری اوله هغه وروسته ختیځ پيژاندودهغه په وسيله نقل شويو حديثونوته خاص پام كړی دی . داسې حديثونه چې دعبدا... ابن سبا پروجوداودهغه په انحرافی عقايدوټينګاركوی .
= كه څه هم ځينو مورخانودابن سبادوجودله اصله انكار كړی دی ، خوداسام دمخكښانوحديثونواوباوری تاريخی كتابونو او سندونو ته مراجعه ښئی چې په دغې نامې كس اصلا وجود نه لری ،خو هغه څه چې په ډاګه په غوسرچينوكې راغلی دی،دهغه دافكاروانحراف اوداهل تشیّع دلويانوله خواپرهغه لعن تعن او له هغه دبراءت اعلان دی .تردې چې هغه يو مردود كذاب (دروغجن) او ملعون كس نومول شوی دی .دشيخ طوسی،علامه حلی اوابن داوودپه څيرلوی متفكران او ليكوالان هغه كسان دی چې په ډاګه ئې هغه كافر بللی او په بله وينا له دې هم بدتر بللی دی .
له دغوتعبيرونوسره سره چې دعبد ا.. ابن سباپه نسبت د اهل نشیّع په عالمانو كې شته دی ،ځينوهغه داسلام دسركينيو وختونوپه پیښوكې ديوه مهم كس په توګه اود معاويه حسن حسين په نامه په فلم كې ئې هغه يوتاريخی شخصيت منلی دی خو په دې مينځوميان كې يوجالب ټكی شته دی چې د اهل تشیّع يوه لوی مفسرعلامه طباطبائی په ۱۳۳۱ هجری لمريزكال كې ورته اشاره كړې ده .هغه كابوشپيته كاله مخكې په يوې مقالې كې دغه تهمتونه يوازې د اهل تسنن دځينو متعصبوكسانو له خوانه ګڼی بلكې داد هغه وهابی تفكردپلويانواومستشريقينودنن سباد دوردغرضی نیّتونوڅخه راپورته شوی ګڼی په استعماری موخو سره دغه ډول ګروهنو ته لمن وهی .
علامه طباطبائی په دغې مقالې كې ليكی ، كه د تيرو وختونو د ليكوالانو او مورخانوپه ليكنوكې دابن سباخرافاتی كسيه په اجمالی توګه هم ترسترګو شی،نوپه وروستيويوودووپیړيوكې بهيربشپړبدل شوی دی اودهغه په باب تاريخی كتابونه ليكنې كوی،له دې پرته چې دهغه وخت په پیښو كې په اصل څیړنې وكړی
دډيروعلماؤاومورخانودويناؤپه اساس حتی كه هغه خارجی وجود هم درلود،نو ديوې منحرفې فرقې ترحده به ئې رول درلودلی وی چې هیڅ ډول له تشيع مذهب سره ارتباط نه لری اوحتی داهل تشيع اودهغودلويانوله خوايومردوداولعين كس بلل شوی دی .ډاكټرطه حسين يومصری دی چې اعتقادلری دهغه لوئ ښودل پرتاريخ ظلم دی ،ځكه په مهموتاريخې اوباوری شرچينوكې دعبدا..ابن سباهیڅ ذكرنشته اوپه پياوړی ګمان سره دشيعه مذهب دښمنانود هغه پر وجوداودهغه پراقداماتو مبالغه كړې ده .
= دوستانو د نوموړی سپك فلم اودهغو د جوړونكوپه باب به موپه راتلونكی پروګرام كې د بيلابيلو هيوادونوكې د مسلمانو عالمانو اوخلكوغبرګونونوخبركړونوهيله ده چې زمونږورپسې برخه هم حتماهيره نه كړئ نوترهغه موپه نياومن خدای سپارو
851764
captcha