د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د لبنان السفير ورځپاڼې راپور وركړ د لبنان پارليمان غړی په قاهرې كښې د عربو هيوادونو د خارجه وزيرانو د ځانګړی غونډې په څنګ كښې د ليبيا د ملی موقته شورا د اجرايی دفتر له مشر او د دغه شورا د خارجی اړيكو له مسول محمود جبريل سره په كتنې كښې د امام موسی صدر د تښتول كيدا د دوسیې په باره كښې له هغه سره خبرې كړی دی او جبريل هم د دغه دوسیې د تعقيبولو لپاره د ليبيا د ژمنې خبر وركړی دی.
امام موسی صدر د ۱۹۷۸ ميلادی كال په اګست مياشت كښې د ليبيا د ديكتاتور معمر قذافی په رسمی بلنه دغه هيواد ته ورغی او شپږ ورځې وروسته په ليبيا كښې بې دركه شو.
د ليبيا حكومت ادعا كوله امام موسی صدر ایټاليا ته تللی دی خو د ایټاليا او لبنان د حكومتونو قضايی ادارې او دغه راز د واټيكان لخوا تر سره شوی تحقيقات له ایټاليا د موسی صدر د وتلو او روم ته د هغه د ورتلو په هكله د ليبيا ورتلل په رسمی ډول دروغ وبلل.
ښكاره او پټ اطلاعات چې په تير شلو كلونو كښې لاس ته راغلی دی د دې ښودنه كوی چې امام موسی صدر هیڅ كله له ليبيا، ایټلی ته نه دی لاړ.
852386