IQNA

په زمبابوې كښې د ليبيا سفير ته څو ورځې مهلت وركړے شو چې دا هيواد پریږدی.

20:54 - August 30, 2011
د خبر لمبر: 2179642
نړيواله ډله: د زمبابوې حكومت چې د ليبيا ملی انتقالی شورا یې په رسميت نه ده منلې، د ليبيا سفير چې په حراره كښې دی، ته یې د دې اوونۍ تر اخری ورځې پورې مهلت وركړی دی چې دا هيواد پریږدی.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له «Pana »اطلاع رسوونكی مركز یې نقلوی، له دې وروسته چې د زمبابوې حكومت د جمعې په ورځ د انقلابيانو په ويستلو ټينګار وكړ، د فريقې مطبوعاتو اعلان وكړ چې «طاهر المقرحی»، ته دې د دې اونۍ تر اخر پورې له حرارې ووځی.
د زمبابوۍ مقامات د طاهر المقرحی په دې كار، چې په حراره كښې یې د ليبيا په سفارتخانې باندې د قذافی د مخالفان بيرغ ولګاوۀ او انتقالی ملی شورا یې په رسميت ومنله ډېر خپه دی، او دا اعلان یې كړے چې په زمبابوۍ كښې د هغه شتون غير قانونی دی.
851933
captcha