د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د اسلامی انقلاب د ستر لارښود حضرت آيت الله العظمی سيدعلی خامنه ای دفتر په يوه بيانيه كې د روژی په مباركه مياشت كې د ايران د ملت د عبادتونو او لمونځونو د قبليدو په هيلې سره اعلان وكړ د ايران له بيلا بيلو سيمو د مياشتې د ليدلو د كمیټو د راپورونو له ترلاسه كيدو او ډاډ وروسته بیګا مياشت وليدل شوه نو نن د شوال يا كوچنی اختر لومړۍ ورځ ده چې سنبلی يا وږی نهمه او د ۲۰۱۱ م كال د سپتامبر لومړۍ نیټه كیږی .
د رهبرۍ د ستر مقام دفتر د ايران درست ملت اومسلمانانو ته د اختر مباركی وايی اوويلی یې دی په درست ايران كې به د اختر لمونځ ادا شی او په تهران كې به د كوچنی اخترلمونځ د رهبرۍ د سترمقام حضرت آيت الله العظمی سيدعلی خامنه په امامت د تهران په پوهنتون كې وشی .
د ايران د قرانی خبری اژانس ايكنا درست كاركوونكی تاسو ته د نيكمرغه كوچنی اختر مباركی وايی.
اختر مو مبارك شه
852821