IQNA

د قدس په ورځ د ویښتيا شغلې؛ د استكبار په خُلې مزبوت ګوزار و

10:44 - September 01, 2011
د خبر لمبر: 2179849
نړيواله ډله: په اسلامی هيوادونو كښې د ویښتيا شغلې، نن د امام خمينی(رح) له هغه حكمه څو كاله وروسته چې د قدس د نړيوالې ورځ د لاريون په هكله یې كړی و، نن دا شغلې د نړيواله استكبار په مخ يوه مزبوته څپیړه ده او دا يادونه كوی چې په ټوله نړۍ كښې مسلمانان ویښ دی.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش، د ايران د اسلامی انقلاب دوه ديرش كاله تيریږی، يو داسې انقلاب چې ختیځ او لويدیځ سره نه دی تړلی او په اسلامی بنسټونو باندې او د خلكو په رای باندې يو نظام یې جوړ كړی دی.
د ايراند اسلامی انقلاب لارښود حضرت امام خمينی(ره) د يونوی حكومت په طريقې وړاندې كولو سره د اسلامی كلتور د بيا راوستلو بنياد كیښود، په داسې طريقه چې د انقلاب كښت یې په ټولو اسلامی ملتونو كښې نال كړ او نن هغه زرغونیږی او كارپوهان دا انقلابونه د هغه لوی انقلاب له بركته ګڼی چې امام خمينی په ايران كښې راوستې و.
كيدې شی په دې مينځ كښې د انقلاب د ستر لارښود د فلسطين مسئلې ته پام د دې نړيوال فكر دې مسلې ته د راړولو سبب ګرځی او همدا مسلې د غاصب صهيونيسټ د ختميدو بهانه وی چې د روژې د اخرنۍ جمعې په شكل كښې په ټولو ملتونو كښې ترسره كیږی.
فاطمه ضيافتی فرامرزی
849117
captcha