IQNA

د الكوثر چينل په قرانی مقابلې كښې د «عزت راشد» لومړۍ مقام

20:09 - September 03, 2011
د خبر لمبر: 2180658
د قرانی كارونو ډله: د قران كريم ټيلويژنی مقابلو «ان للمتقين مفازا» د مصر، ايران، پاكستان او عراق په ګډون سره پای ته ورسيده. په دې مقابلو كښې عزت راشد د كوثر چينل له خوا لومړۍ انعام واخست چې 1000 ډالر و.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې د الكوثر له نړيوال چينله یې نقلوی، له 71 هيوادونو 96 قاريانو په دې مقابلو كښې چې د روژې په ديرشو ورځو كښې ترسره شوې، ګډون وكړ.
دا مقابلې په څلورو دورو كښې وشوې 24قاريان له ايران، عراق، مصر، سوریې، بحرين، امارات، هلند، الجزاير، افغانستان او پاكستانه په مقابلو كښې ګډون وكړ چې پكښې د مصر، عراق، ايران او پاكستان قاريانو له لومړی تر پينځم نمبره راغلل.
په اخر كښې عزت راشد د مصر قاری په سلو 89 نمبرې واخستې او په لومړۍ درجه بريالې شو، د ايران محمد عباس زاده 88 په دويم نمبر، د مصر محمد الخوالی 86.5 نمبرو سره په دريم نمبر او حافظ احمد هاشمی له پاكستانه 83نمبرو سره په څلورم او له عراقه سراج منير بشير په 82 نمبرو سره په پينځم نمبر راغے. دا قاريان به په تهران كښې په يو پروګرام كښې خپلې ډالۍ ترلاسه كوی.
852695
captcha