د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له سپاه نيوز د نننی راپور له مخې ښاغلی حميد احمدی وويل د يوې مياشتې مهلت له ختميدو وروسته ساتندويه ځواكونو د جمعې په ورځ د ايران د شمال لويدیځ له پولو دپژاك د عناصرو د شاته كولو لپاره د دغه ډلګۍ د عناصرو په خلاف نوې عمليات پيل كړې دی او دا عمليات به د پژاك تر بشپړې ختميدا پورې دوام ولری .
احمدی همداراز وويل د اسلامی انقلاب ساتندويه ځواكونو د ايران له لويدیځو پولو د ترهه ګرو تر بشپړې وتنې او له ترهه ګرو عملياتو د ډډې كولو په شرط سره د عراق د كردستان د ځايی ادارې په مينځګړېتوب ترهه ګرو ته يوه مياشت مهلت وركړی و.
ده وويل چې متاسفانه پژاك ترهه ګرې ډلې دغه غوښتنې او مينځګړيتوب ته له پامه پرته د هاوان په ډزو سره دوه ځايی كرد ځواكونه ووژل .
ښاغلی احمدی پرون هم ويلې وو چې دپژاك ډلې له ترهه ګرو سره په مقابله كې د سپاه پاسداران ځواكونو ددغه دلګۍ ديرش كسان مړه اوژوبل كړې وو.
854194