د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش، د اسلامی كلتور او اړيكو د سازمان مشر محمدباقر خرمشاد، له هيواده بهر د كلتوری استازو د هم فكرۍ د پروګرام په نهمنې شورو كښې چې د زمری د مياشتې په 13 نیټه د دې سازمان په ځای كښې ترسره شو، وويل: د دې لپاره چې جمهوری اسلامی ايران د اسلام يو الهام وركوونكی په عنوان وپيژنو يو نوی اسلامی تمدن ته اړمن يو او له دې وروسته چې نړۍ مو اسلامی ویښتيا ته راورسوله نو نوی اسلامی تمدن ته اړمن يو.
هغه زياته كړه: په نړۍ كښې داسلامی ویښتيا سر ته رسيدو لپاره اسلام ته په يو نوی نظر نه په هغه نظر چې لويدیځ یې ورته كوی، بايد يو نوې اسلامی تمدن راشی، يو داسې تفكر چې د مادی نظر سره سم معنوی نظر هم ولری او د انسانانو لپاره يو نوې مفهوم پيدا كړی.
854343