IQNA

د سيمې د بدلونونو په اړه د اسلامی ايران د ولسمشر شننه

16:45 - September 09, 2011
د خبر لمبر: 2183927
سياسی ډله: د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر د پرتګال له آر ټی پی ټلويزيونی چينل سره په مركه كې د سيمې مسايلو او نړيوال بدلونونه او اټومی موضوع تشريح كړه.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، محمود احمدی نژاد په دې ټلويزيونی مركه كې په ليبيا كې د ناټو پر پوځی مداخلې او د امنيت شورا پر كړچار په نيوكې سره وويل چې دا ډول لاسوهنې د مسئلې له حل سره هیڅ ډول مرسته نه شی كولای.
ولسمشر احمدی نژاد همدارنګه ټينګار وكړ چې ددې لاسوهنو اصلی موخه داده چې ځينې لويدیځ هېوادونه چې له اقتصادی ستونزو سره مخ دی، نيت لری چې د ليبيا بيخ بينايی له منځه يوسی او ددې هېواد پر تيلو خیټه واچوی تر څو په دې توګه خپلې ستونزې حل كړی.
ولسمشر احمدی نژاد په ډاګه كړه چې د امنيت شورا د ليبيا په برخه كې ستره تېروتنه وكړه چې البته ددې تېروتنو دليل هم روښانه دی، ځكه چې دغه شورا د پخوانيو نيواكګرو په خدمت كې ده.
له امنيت شورا څخه د اوزار په توګه ګټه اخيستل او پر دې موضوع د ولسمشر احمدی نژاد نيوكه هغه واقعيت ته اشاره ده چې اوسمهال د امنيت شورا له خوا د ملتونو لپاره د هغوی له حقوقو څخه ددفاع پرځای په ګواښ بدل شوی .
دغه موضوع د اټومی ګواښونو په اړه د لويدیځ ددوه ګونی دریځ ثبوت هم دی.
اوسمهال په اټومی زېرمه تونونو كې كابو ۲۷ زره زمه شوې اټوخولۍ او بمونه نړۍ ګواښی چې ډېری یې امريكا، فرانسه او روسيه په واك كې لری.
صهيونيسټ رژيم هم چې ددې هېوادونو په مرسته یې اټومی وسلې ترلاسه كړې دی د منځنی ختیځ سيمه یې د اټومی وسلو د ګواښ په خطر كې اچولې ده.
دا په داسې حال كې ده چې امريكا هغه هېواد دی چې اټومی وسلې یې كارولې دی او اوس همدا هېواد د ايران پرملت ادعا كړې ده او د ايران پر وړاندې یې چې هیڅ ډول پوځی اټومی فعاليت نه لری د بنديزونو په لګولو كې له امنيت شورا څخه استفاده كړې ده.
د فرانسې ولسمشر نيكولای سركوزی د ايران پرضد او د په پوځی بريد د ايران د ګواښلو وروستۍ څرګندونې په حقيقت كې هغه ډول چې د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر احمدی نژاد د پرتګال له آر ټی پی ټيلويزيونی چينل سره په مركه كې اشاره ورته وكړه،د هغه ګمان له امله دی چې نړۍ ته دداسې ځنګل فكر كوی چې دوی ددې ځنګل مشران دی.
ډاكټر احمدی نژاد د فرانسې د ولسمشر د هغه دریځ په اړه چې د هغو هېوادونو يو ايتلاف جوړ شوی چې د ايران د لرې واټن ويشتوونكو توغنديو د جوړيدو او اټومی فعاليتونو د مخنيوی لپاره بريد كولای شی، دغه پوښتنه مطرح كړه چې آيا نړۍ رښتيا ځنګل دی چې د فرانسې ولسمشر ګمان كوی ددې ځنګل مشر دی؟
حقيقت دادی چې شرايط بدل شوی دی او بايد نړۍ د فكر، كلتور، دوستۍ او انسانيت پر بنسټ اداره شی.
د عراق او افغانستان له نيواك وروسته فجايعو رامنځ ته كولو په شان مسايل او پر غزه او لبنان د اسراييلو په بريد كې له يو ميليون انسانانو وژل كېدو جنياتونه او له دې مخكې د امريكا له خوا د هيرو شيما او ناكازاكی اټومی بمبار اوهمدارنګه په ویټنام كې د امريكا جنايتونه هغه مسايل دی چې امريكا او لاس وهوونكی هېوادونه بايد ددې جنايتونو ځواب ووايی، ځكه نن ملتونه پوهېږی چې څوك د نړيوالې پلان شوې ترهګرۍ ملاتړی او زیږوونكی دی .
هغه بدلونونه چې په منځنی ختیځ كې د اسلامی ویښتيا په دوام كې رامنځ ته شوی د ی او په سيمه كې د پيلو او ديكتاتورو رژيمونو د پرځيدو لامل شوی دی، د هغه ستر بدلون پيل دی چې امريكا او سلطه ګر قدرتونه یې له دې سترې ننګونې سره مخ كړی دی.
له همدې امله دغه قدرتونه په ليبيا او بحرين كې د لاس وهنې په بېلګې سره هڅه كوی چې په سيمه كې انقلابی حركتونه په خپلو ګټو پر لور واړوی
856608
captcha