د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، هغه د ليبيا د ولس د انقلاب په باب هم وويل هلته بايد پر دين مشتمله ولسواكی واكمنه شی اوانقلابيان بايد هوښيار ووسی او لويدیځی هيوادونو ته اجازه ورنكړی چې د دغه هيواد ولسی انقلاب مصادره كړی.
آيت آلله جنتی په دوام كې د څوارلس كلن بحرينی هلك شهادت ته اشاره وكړه او زياته ئې كړه ، د دغه ځوان شهادت په بحرين كې د نويو اعتراضونو څپه رامينځټه كړې او د خلكو په شاتګ كې ئې د آل خليفه پر اټكلونو اوبه وبهولې.
د تهران د جمعې لمانځه خطيب هم دا راز د بحرين د لوړ پوړی دينی عالم آيت ا.. شيخ عيسی قاسم ته د بحرين د عدلیې وزارت له خوا د سپكاوی په محكومولو سره وويل د سيمې مسلمانو هيوادونو هم د آل خليفه رژيم په جنايتونو په پوهيدا سره د دغه دينی عالم سپكاوی محكوم كړی دی.
857361