IQNA

په بحرين كې د انسانی حقوقو د خلاف ورزۍ ملاتړه امريكه ده

11:42 - September 10, 2011
د خبر لمبر: 2184236
نړيواله ډله: د بحر ين د ازادی غورځنګ يوه غړی وويل د بحر ين له ځپو نكی رژيمه د امريكا ملاتړ دا ثا بته كړه چې امريكا په بشری حقوقو باور نلری
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، ښاغلی «ابراهيم المدهون» په بحرين كې له ديكتا توری رژيمه د امريكا ملاتړ ته په اشارې سره وويل د انسانی حقوقو مسئلې ته د امريكې دوه ګوڼې معيار د نړۍ درستو خلكو ته روښانه شوې دې.
ده وويل د امريكې له يوې خوا په مصر او ليبيا كې د ولس له انقلابه ملاتړې كړې او له بلې خوا د عر بستانی عسكرو په لاس په بحرين كې د خلكو ځپلو ته هیڅ پام نه كوی چې له دې سياسته دا نتيجه اخيستل كیږی بشری حقوق د امريكا لپاره هیڅ معنا نلر ی او دا له امريكا سره د مخالفو هيوادونو تر دباو لاندې راوستلو لپاره يوازې يوه وسيله ده.
له بلې خوا په بحرين كې يوه سياسی فعال وويل چې نړيواله ټولنه په خپلې چوپتيا سره په بحرين كې د بشری حقوقو د خلاف ورزی شاهده ده.
ښاغلی ماهر سلوم له پريس ټی وی سره په مركه كې په بحرين كې د بشری حقوقو د خلاف ورزيو په اړه وويل د بحر ين له تاوانی خلكو سره مرسته د ډاكټر انو او نر سا نو دنده ده خو دغه كسان نيول كیږی چې دا د بشری حقو قو بدترينه خلاف ورزی ده او تر اوسه یې په نړۍ كې مخينه نده درلو دلی .
ده وويل د بحر ين رسندویې له اعتر اض كو نكيو سره د بحر ينی او عر بستانی عسكرو د نښتو صحنې سا نسوروی او په بحر ين كې د بشری حقوقو له خلاف ورزيو د خلكو د خبرولو خنډ كیږی .
857238
captcha