IQNA

امريكا له ستمبر يولسمی نیټی پیښې وروسته او وړاندې

13:18 - September 12, 2011
د خبر لمبر: 2185805
نړيواله ډله: په نيويارك او واشنګټن كې د امريكا په دوو سترو فوځی او اقتصادی مركزونو له بريد لس كاله تيریږی.د ۲۰۰۱ م كال د سپتمبر ۱۱مه پیښه دومره لويه او اغيزغورځوونكې وه چې كولای شو د امريكا تاريخ له دې پیښې وړاندې او وروسته په دوو پړاوونو و ويشو .
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د بوش او د امريكا د اوسنی ولسمشر بارك اوباما په څير يو شمير كسان چې بيلابيلې ګوندی مفكورې لری ادعا كوی چې دا هيواد د سپتمبر ۱۱ مې له پیښې يوه لسيزه وروسته لا ځواكمن شوئ دئ .
خو ګڼ شمير شاخصونه دا ډول ادعاوې په كلكه ردوی .
د ۲۰۰۱ م كال د سپتمبر ۱۱مې له پیښې وړاندې امريكا له هغه څه سره چې دوی ورته راديكاليزم يا اسلامی افراط ګری وايی نه وه مخامخ او په دې اړه بيخی ډآ ده وه .
خو د امريكا په آسمان څكو برجونو او دفاع وزارت بريد له بهرنيو بريدونو د امريكا د خاورې پر مصئونيت د بطلان كرښه راكاږه .
د امريكا له جوړيدو ۲۳۰ كاله وروسته په دې هيواد كې د داخلی امنيت وزارت جوړيدل په ډاګه كوی چې په معمولی اوزارونو او وسايلو د امريكا داخلی امنيت نه شی تأمين كيدای .
له بې امنۍ ويرې داسې د امريكايانو په زړو كې نفوذ كړئ چې د اساسی قانون او مدنی آزاديو په اصولو په ښكاره پښه كیښودل شوه او د دې هيواد پر فضاء هم امنيتی او پوليسی فضاء واكمنه شوه .
له اقتصادی مخې هم له سپتمبر ۱۱مې پیښې وړاندې امريكا له اوسنۍ امريكا سره ډير توپير لری .
تر ۲۰۰۰ م كاله امريكا د نړۍ په اقتصاد كې له خپل لومړی مقام دفاع كوله .او د نړۍ تر ټولو لوی اقتصاد ګڼل كيده په هغه وخت كې ۳۰۰ ميليارده ډالر د امريكا په خزانو كې اضافی ایښی ؤ او د دې هيواد پورونه له ۶ تريليون ډالرو كم ؤ .
په دې هيواد كې د بې كارۍ كچه هم ۴ سلنه ؤه. خو له دې پیښې يوه لسيزه وروسته امريكا له يو تريليون او څلور سوه ميليون ډالره د بوديجې كسر ، ۱۴ تريليون ډالرو پورونو او ۹ سلنه بې كارۍ سره مخ شوه .
اوس مهال د سپتمبر ۱۱مې له پیښې لس كاله وروسته د امريكا اقتصاد د ديواليه كيدو د اعلان په درشل كې دئ .
د امريكا اقتصاد د حالت نازك كيدو اصلی علت د امريكا په هغو جګړو كې جرړه لری چې دې هيواد د سپتمبر ۱۱مې پیښې له عالينو د غچ اخيستو په موخه پيل كړی .
د رسمی شميرنو په اساس د افغانستان او عراق جګړو امريكايانو ته تر يو تريليون زياته لګښت درلودلئ دئ .
خو غير رسمی شميرنې د جګړې د غير مستقيمو لګښتونو په حسابولو سره دې هيواد ته د ۳ تريليون ډالرو لګښت ښودنه كوی .
دا پيسې په داسې حال كې د امريكا يی ماليه وركوونكو له جيبونو ايستل شوې چې په نړۍ د امريكا اقتصادی حالت له ځوړتيا سره په يوه وخت ددې هيواد ځایګاه هم په ټوله نړۍ په تيره منځنی ختیځ كې كې ډيره كمزورې شوې ده .
اوس امريكا له داسې يوه منځنی ختیځ سره مخ ده چې د تړليو رژيمونو د راپرځولو په موخه پكې د اسلامی ویښتيا څپې د زور اخيستو په حال كې دی .
دا په داسې حال كې ده چې د افغانستان او عراق په جګړه كې ګډون د داسې يوه هيواد لپاره د برياليتوب وياړ له ځان سره نه درلود چې ځان د نړۍ تر ټولو لوی ابر قدرت يا زبر ځواكئ ګنی .
له همدې مخې پورتنيو مواردو ته په اشارې سره ويلئ شو چې امريكا د سپتمبر ۱۱مې له پیښې وروسته سخته كمزورې شوې او له دې پیښې وړاندې امريكا په پرتله سخته زيان موندونكې ده .
858071
captcha