IQNA

د اردن سياسی ګوندونو په امان كښې د مظاهرې غوښتنه وكړه

19:05 - September 13, 2011
د خبر لمبر: 2186820
د اردن ځينو سياسی ډلو په امان كښې دسعودی عربستان او د اسراييل د سفارت مخ ته د مظاهرو د ترسره كولو غوښتنه وكړه.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اطلا ع رسولو مركز champress یې نقلوی چې د اردن سياسی ډلو د يوې بيانیې په خپرولو سره له اردن سره د ال سعود په استخباراتی ملګرتيا او د عربو هيوادونو له انقلابونو سره په مقابلې كښې د سعودی عربستان په لاسوهنې د اعتراض لپاره په امان كښې د عربستان او اسراييلو د سفارت مخ ته د مظاهرې د ترسره كولو غوښتنه وكړه.
د شپږ ديرش په نوم مشهورې ډلې چې ځان د اردن د قبايلو استازی معرفی كوی د اردن ځينو مسولانو ته د پيسو په استولو كښې د سعودی عربستان د باچا په اقدام اعتراض كښې په يوه سختې بيانیې كښې وويل دعربستان باچا ټينګار كړی دی په دغو اقداماتو سره داردن له ملت سره مرسته كوی په داسې حال كښې چې دغه پيسې په حقيقت كښې داردن دځينو مسولانو په بانكی حسابونو كښې اچول كیږی چې حسابونه يعنی اكاونټونه یې په خارجی بانكونو كښې دی .
تيره اونۍ هم داردن ځينو ځوانانو نيت درلود په امان كښې د بحرين سفارت مخ ته په مظاهرې سره د بحرين د ملت په ځپلو او په بحرين كښې د اردن د پوځيانو په شتون اعتراض وكړی خو د اردن امنيتی ځواكونو د دغه مظاهرې مخه ونيوله.
په اردن كښې هم د سعودی عربستان، مصر، متحده عربی اماراتو، ليبيا او ځينو نورو عربو هيوادونو په شان ديكتاتور حكومت ټينګ دی او دغه هيواد هم د مسلمانانو له لومړی لمبر دښمن اسرايلو سره نږدې سياسی ، اقتصادی او استخباراتی اړيكې لری.
859104
captcha