IQNA

مصر په قاهرې كې د امريكی په سفارت خانی د حملی خبر دروغ وباله

23:11 - September 13, 2011
د خبر لمبر: 2186888
نړيواله ډله: د مصر د كورنيو چارو وزارت په قاهرې كې د امريكې په سفارت خانی د مظاهره چيانو د حملی خبر دروغ وباله.
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له مصری ورځ پاڼې اليوم السابع یې نقلوی چې د مصر د كورنيو چارو وزارت ويندوی جوته كړه چې په قاهرې كې دامريكې په سفارت خانی د حملی كولو كوم خبر سم نه دی او دروغ دې او د سفارت خانی په ضد كوم اقدام نه دی شوی خو ډيرې لږې ډلې د امريكې د سفارت مخې ته مظاهره كړی وه چې هغه هم ډير زر پای ته رسيدلی وه.
د مصر د استخباراتو د ادارې پخونی مرستيال ښاغلی فواد علام په دې خبرې ټينګار وكړ چې په مصر كې سياسی امن امنيت نيشته حال دا چې د مصر خلك او ټول ولس له امريكې او اسراييل سخته كركه لری.
859017
captcha