IQNA

د يولسم ستمبر په ورځې د اسلامی ملګرتيا تنظيم پيغام

23:13 - September 13, 2011
د خبر لمبر: 2186891
نړيواله ډله: د اسلامی ملګرتيا تنظيم د يولسم ستمبر د پیښی په مناسبت يو پيغام صادر كړ
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اطلاع رسولو مركز «OCI» یې نقلوی چې په دې پيغام كې راغلی دی چې د اسلامی كانفرنس تنظيم د 57 اسلامی هيوادونو استازې تنظيم دی او د ترهګرو حملو او تيرې په اړه خپل پوخ دریځ په بيا بيانولو سره د دې كارونو مذمت كوی او محكوموی یې.
په بيانې كې همدارنګ راغلی دی چې د اسلامی ملګرتياو تنظيم په 2001ء ميلادی كال كې هم په هغو ادارو كې ؤ چې كومو د يولسم ستمبر پیښه غندلی وه او ددې د عواملو د نيولو او د سزا وركول غوښتنه یې كړی وه .
دې پيغام په پای كې راغلی دی چې اسلامی كانفرنس د ترهګرۍ د جرړې څخه ختمولو لپاره نړيوالو ټولنو ته خپل همكارۍ وړانديز كړې دی او هر وخت مو دې ته چمتو يوو.
859064
captcha