IQNA

ابراهيم جعفری: په عراق كې د امريكائی پوځ شتون نه تمديدیږی

15:25 - September 15, 2011
د خبر لمبر: 2187601
نړيواله ډله: د عرا ق د پخوانی لومړی وزير ښاغلی ابراهيم جعفری وويل كه عربی او اسلامی هيوادونو د صدام د ظالم رژيم د ظلم او ستم په وخت كې د عراقيانو په خلاف دسيسې كولې دا د ايران اسلامی جمهوريت ؤ چې د حضرت امام خمينی رحمه الله عليه په وخت كې ئې پر عراقيانو مهربانی وكړه او له هغه بزرګواره وروسته د اسلامی انقلاب معظم لارښود ايت الله خامنه ای د ارواښاد امام لارې ته دوام وركړی دی چې ډيره منننه ترې كوو.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د عرا ق د پخوانی لومړی وزير ښاغلی ابراهيم جعفری بیګا په ايران كې ديره د عراقيانو په ټول كې وويل د عراق د ملت ټول سياسی شخصيتونه، ګوندونه او ډلې په دغه هيواد كې د امريكائی عسكرو د شتون له نوی كولواو يا تمديدولوسره مخالف دی.
هغه وويل مونږ د ايران داسلامی جمهوريت په دې چې عراقی كډوالو ته ئې له ډير وخت راهسیې ئې پخپلې غیږې كې پناه وركړې ډيره مننه او قدرونه كوو.
د عرا ق د پخوانی لومړی وزير ښاغلی ابراهيم جعفری په سيمې كې د اسلامی ویښتيا په باب وويل نن سبا ديكتاتوری حكومتونه په يوه بل پسې له مينځه ځی او اوس د ملتونو دور دی چې حركت ئې پيل كړی څو آزادی او عدالت تر لاسه كړی.
هغه زياته كړه ځينو دا خيال كاوهّ چې دغه غورځنګونه د امريكا په نقشې او اغيزو سره رامينځة شوی دی خو مونږ شاهدان يوو چې د مصر ملت د ديكتاتور د نسكورولواو د آزادۍ د ترلاسه كولو له امله د اسرائيلو د سفارت په لور وخوځيدل او دا حركت امريكائی نشی كيدلی او اوس ټول پوهـ شوی دی چې ملتونه پخپله د آزادۍ او عدالت لپاره فيصله كوی.
861090
captcha