IQNA

په تهران كې د اهل بيت (ع) د نړيوالې ټولنې پنځمه غونډه پای ته ورسيده

10:16 - September 15, 2011
د خبر لمبر: 2187602
نړيواله ډله: په تهران كې د اهل بيت (ع) د نړيوالې ټولنې په پنځمه غونډه كې ګډون كوونكو د مسلمانانو په وحدت او له اسلامی امته په ملاتړ ټينګار وكړ .
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، په تهران كې د اهل بيت (ع) د نړيوالې ټولنې په پنځمه غونډه كې ګډون كوونكو بیګا د خپلی غونډی په پاييزه بيانيه كې وويل د سيمې اوسنيو بدلونونو ته په پام سره داسلامی هيوادونو او مسلمانانوپه وحدت ټينګار او له اسلامی امت څخه ملاتړاړين دی .
په دغه بيانيه كې راغلی دی په سيمه كې د اسلامی ویښتيا څپو د ايران له اسلامی انقلاب اود ايران د اسلامی جمهوريت د بنسټګر حضرت امام خمينی (ع) له تعاليمو سرچينه اخيستی او په لبنان او فلسطين كې یې د اسلامی مقاومت له برياوو اغيز موندلی دی .
په تهران كې د اهل بيت (ع) د نړيوالې ټولنې د پنځمی غونډی د پای په بيانيه كې راغلی دی دغه ټولنه د بحرين دولسی پاڅون ملاتړ كوی او بحرين له عالمانو سره چې په دغه سوله ايزو ولسی اعتراضونو كې یې مهم رول درلودلی دی خپل يووالی اعلانوی.
861265
captcha