IQNA

احمدی نژاد: د ملتونو په بيدارۍ سره دنيا د ستر بدلون په درشل كښې ده

15:02 - September 15, 2011
د خبر لمبر: 2187612
سياسی ډله: د ايران ولسمشر ښاغلی احمدی نژاد وويل د ملتونو په بيدارۍ سره دنيا د ستر بدلون په درشل كښې ده.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران ولسمشر ډاكټر محمود احمدی نژاد نن دايران په شمال لويدیځ كښې داردبيل دخلكو په ټول كښې ددنيا بدلونونو ته په اشارې سره وويل نن سبا دنيا ديوه ستر بدلون په درشل كښې ده ځكه چې ملتونه بيدار شوی او ستر حركت پيل شوی دی .
دايران ولسمشر په دې خبرې سره چې نن سبا دايران دملت شعارونه دنورو ملتونو خلك تكراروی وويل دغه شعارونه توحيد، عدالت ، ورورګلوۍ ، پيوستون او دنړۍ په موجود حالت او مستبكرانو اعتراض دی .
دايران ولسمشر دغه راز داسلامی ویښتيا په وړاندې دمستكبرانو دسيسو ته په اشارې سره ټينګار وكړ ټول ملتونه بايد هوښيار ووسی ځكه چې سلطه ګرو او فاسدانو چې كلونه كلونه ېې دنيا چورتالان كړی ده نن په نورو طريقو سره دخپلو هدفونو دتعقيبولو هڅه كوی .
ښاغلی احمدی نژاد وويل ټول بايد ځير ووسی چې سلطه ګران دصهيونيسټ رژيم دژغورلو او دپتياليو او مقاومت كونكو ملتونو دځپلو هڅه كوی ځكه چې مستكبران غواړی په زور كارولو سره په دنيا كښې خپل سياستونه پرمخ بوځی .
د ايران ولسمشر وويل ملتونه بايد په تدبير او دوستې سره مسايل حل كړی او كه چيرې دكومې برخې اصلاح ضروری وو نو اصلاحات ترسره شی خو امريكا بايد په دغو اصلاحاتو كښې لاسوهنه ونكړی ځكه چې لويدیځ هيوادونه غواړی له ځينو حكومتونو دنورو ملتونو پرضد استفاده وكړی .
د ايران ولسمشر ښاغلی احمدی نژاد دغه راز دايران دخلكو ترمينځ داختلاف داچولو لپاره دايران دملت ددښمانانو دسيسو ته په اشارې سره وويل دښمانان له خپلو ټولو هڅو سره سره ونه توانيدل د ملت له زړه دسوچه محمدی اسلام دكلتور جرړه جدا كړی .
860659
captcha