IQNA

كارپيژاندو د غزې كلابندې د نړيوال قانون خلاف ورزی وبلله

15:03 - September 15, 2011
د خبر لمبر: 2187613
نړيواله ډله: د انسانی حقوقو ادارو چې ملګرو ملتو سره تړلی دی د پينځو كارپيژاندو وويل چې د غزې كلابندۍ غير انسانی او غير قانونی كار دی او نړيوالو قانونو څرګنده خلاف ورزی ده
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اطلاع رسولو مركز العالم یې نقلوی چې كارپيژاندو د غزې كلابندې د نړيوال قانون څرګنده خلاف ورزی بللی
دا په داسې حال كې چې د غزې د كلابندی نه علاوه په نيواكی فلسطين كې د عربانو د ډيموكراتيكې موسيسې مشر طالب الصانع د نيواكی فلسطين له جنوبه د فلسطينيانو د لازياتې كوچيدا په خاطر د صهونيسټ رژيم د دسيسوپه باب خبرداری وركړ.
هغه د نيواكی ټاټوبو په جنوب كې د النقب سيمې د اوسيدونكو څه د پاسه څلویښت زره فلسطينيانو پر كوچولو مشتمل د دغه رژيم پلان ته په اشارې سره وويل ، دا د ۱۹۴۸ كال له نيواكی ټاټوبود فلسطينيانودكوچولودپلان يوه برخه ده.
هغه زياته كړه صهونيسټ رژيم دصهونيسټانوپه ګټه دفلسطينيوسيمودنفوسی جوړښت دبدلولولپاره له نيواكی فلسطينه دنوروپه زرګونو فلسطينيانودويستلوپه لټه كې دی.
د صهونيسټ رژيم كابينې د پراورپه نامه پلان چې له نقب سيمې دڅلویښتوزروفلسطينيانو دكوچولوغوښتنه ئې كړې، تصويب كړی دی . ددغه پلان په اساس ۴۰ زره فلسطينيان به دخپلواوسيدوله ځايه ويستل شی.
صهونيسټ رژيم د خپل توكمپال سياست په لړكې تل دفلسطنيانود نفوسی ودې دمخنيوی اودهغوی دنسل وركونې لپاره تدبيرونه غوره كړی دی. له خپل وطنه دفلسطينيانوويستل او د هغوی د نفوسی ودې د اندازې د كمولو پشمول د خپلې خوښې موخو ته د رسيدا په خاطر د فلسطينيانو په ډيروبد شرائطوكې ساتل د فلسطينيانو په ضد د صهونيسټ رژيم د نفوسی جوړښت د سمولود سياست يوه برخه ده.
د فلسطين په نيواكی سيمو كې د صهونيسټ رژيم دموقيعيت دتثبيتولواوددغه رژيم دتوكمپال ماهيت د ښكاره كولولپاره دفلسطنيانودكوچولوسياست ددغه رژيم دموجوديت له هماغه پيله دهغوی په ايجنډا كې دی چې دا موضوع د ميليونونو فلسطينيانودكوچولوسبب شوې ده
861138
captcha