د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د اسلامی جمهوريت د بهرنيو چارو د وزارت ويندويی رامين مهمانپرست نن په تهران كې د اسلامی ویښتيا د كنفرانس تر څنګ زمونږ له خبريال سره په مركه كې د يوه خپلواكه فلسطينی حكومت د جوړيدو لپاره په ملګرو ملتو كې د رايو اچونو په باب د فلسطين د كورواكه تشكيلاتو د طرحې په هكله وويل بايد داسی تابياوی وشی چې په غوره بڼه د فلسطين د خلكو حقوق خوندی شی
د ايران د خارجه وزارت ويندويی وويل هره هغه طرحه امريكايی او صهيونستی طرحه ده چې د صهيونست رژيم د رسميت پژندلو په اړه وی او ايران د فلسطين د خلكو په حقوقو دسترګو له پټولوسره سخت مخالف دی .
مهمان پرست ټينګار وكړ په ليبيا كښې د امام موسی صدر د برخليك په اړه وويل دا موضوع تل د ايران د خارجه وزارت اصلی لومړيتوب ؤ او دی .
862234