د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، علی اكبر ولايتی نن سهار د اسلامی ویښتيا د دوه ورځنی نړيوال كنفرانس په پرانيستونكو دستورو كې وويل دغه ستر او ولوله ناكه حرت له نړۍ سره عادلانه او عزتمن تعامل غواړی او په خپل سياسی او خپلواكۍ اودينی هويت ټينګار كوی او هر ډول سلطه ګرې او سلطه مننه نفې كوی .
ولايتی په دوام كې وويل فسلطين او قدسر شريف او د صهيونست رژيم د دوامدار ه تيريو ضد مقاومت د اسلامی نړۍ اصلی مسئله او د اسلامی ویښتيا د غورځنګ يو ركن ګرځيدلی او د نړۍ د آزادې غواړو او مسلمانانو په زړونو كې یې هيلی پيدا كړی دی .
د اسلامی ویښتيادوه ورځنی نړيوال كنفرانس نن سهار د ايران د راډيو تلويزون د غونډو په تالار كې د نړۍ د اتيا هيوادونو د شپږ سوه رون آندو، عالمانو او متفكرانو په شتون سره پيل شو .
862159