IQNA

د اسلامی ویښتيا اصلی عنصرونه د ايت الله خامنه ای له نظره

15:34 - September 17, 2011
د خبر لمبر: 2188632
سياسی ډله: حضرت آيت الله خامنه ای ددغه انقلابونو ولسی توب د هغوئ د هويت په جوړولو كې مهم عنصر وباله او ویې فرمايل بهرنيو قدرتونو چې په خپلو وروستيو چلولونو او توانمنيوسره یې هڅه كوله په دغه هيوادونوكې مستنبد، فاسد او تالی څټی واكمنان وساتی او يوازې هغه مهال یې له هغوئ څخه له ملاتړه لاس واخيسته چې د خلكو هوډ او ولسی پاڅونونو د هغوئ لپاره هیڅ ډول هيلی پرې نه ښودی.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې د ستر لارښود د اثارو د حفظ د موسسې یې نقلوی چې حضرت آيت الله خامنه ای وفرمايل د ليبيا په څير هيواد كې ناټو نه جبرانيدونكې غميزې وپنځولی او كه د امريكا او ناټو پوځی لاسوهنې نه وای نو ممكنه ده خلك يو څه په ځنډ سره بريالی شوی وای ، خو ددې په مقابل كې به د ليبيا بيخ بنایۍ نه ورانيدی ، دومره بې ګناه ښځې او ماشومان به نه وژل كيدل او له دې وروسته به دښمنانو چې كلونه كلونه د قذافی ملګری او ملاتړې ؤ په دغه مظلوم او جنګ ځپلی هيواد كې د لاسوهنې د حق موضوع نه مطرحوله .
د رهبرۍ ستر مقام حضرت آيت الله خامنه ای د سيمې د انقلابونو د خطرونو او زيان موندنو په اړه هم په ډاګه كړه خطرونه بايد وپيژندل شی څو ورسره په مقابله كې شك پيدا نه شی او چاره او علاج یې وپيژندل شی ، مونږ د اسلامی انقلاب له بريالی توبه وروسته له د غو خطرونو سره مخ شولو او تجربه مو كړل .
د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت آيت الله العظمی سيدعلی خامنه ای وفرمايل استقلال ، خپلواكې ، آزادی ، عدالت غوښتنه ، د استعمار او استبداد په وړاندې نه تسليميدل ، د مذهبی ، قومی او توكميزو توپيرونو نفې كول ، د صهيونيزږ په ډاګه نفې كول د اسلامی هيوادونو د ننيو غورځنګونو ارمان دی او ټولو له قرآن او اسلام څخه سرچينه اخيستی ده .
حضرت آيت الله خامنه ای اسلامی امت ته له قومی ، مذهبی ، توكميزو ، قبيله ای او سرحدی اختلافاتو ډډې كولو سپارښتنه وكړه او د اسلامی مذهبونو تر مينځ یې تفاهم د اسلامی امت د ژغورنې كيلۍ وبلله .
د رهبرۍ ستر مقام حضرت آيت الله خامنه ای ټينګار وكړ د اسلامی ویښتيا خبرې د يو مشهود او محسوس بهرنې حقيقت خبره ده چې ستر انقلابونه او پاڅونونه یې وپنځول او د دښمن د جبهی خطرناكې كړۍ یې نسكوری او له ډګره وشړلی.
862204
captcha