IQNA

ابراهيم جعفری: د اسلامی ویښتيا مقصد د اسرايلو نابودی ده

12:17 - September 18, 2011
د خبر لمبر: 2189147
نړيواله ډله: زمونږ خبريال وايی د عراق پخوانی لومړی وزير د فلسطين برياليتوب او د اسرايلو نابودی د سيمې د خلكو د اسلامی ویښتيا يو اصلی هدف وباله.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس،چې له العالم اطلاع رسولو مركز یې نقلوی چې د عراق پخوانی لومړی وزير ښاغلی ابرهيم جعفری د اسلامی ویښتيا د افقونو او لرليد په كميسيون كښې چې په تهران كښې د اسلامی بيدارۍ د لومړنۍ نړيوالې غونډې په څنګ كښې ترسره شو وويل د قدس د نيواكګر رژيم له نيواكګرۍ سره مقابله د سيمې د انقلابونو اصلی هدف بيان شوی او مسلمانان هڅه كوی د انقلاب په لاره كښې خپل هدف ته ورسیږی.
هغه ټينګار وكړ د مسلمانانو د برياليتوب په بڼه كښې به په ټوله دنيا كښې د مسلمانانو د عزت نوی باب پرانيستل شی.
د عراق پخوانی لومړی وزيردغه راز د سيمې په اسلامی مقاومت غلبه كولو كښې د لويدیځو رسنيو چلولونو ته په اشارې سره وويل امريكا ته اړونده پردې سپوږميز ټيلی ويژن چينلونه د مسلمانانو ترمينځ د تفرقې اچولو لپاره خپله ټوله هڅه كاروی او په مقاومت حمله كوی.
862647
captcha