IQNA

د اسلامی ویښتيا د لومړنۍ نړيوال كانفرنس پاييزه بيانيه

11:20 - September 19, 2011
د خبر لمبر: 2189801
نړيواله ډله: په تهران كې د اسلامی ویښتيا د دوه ورځنی نړيوال كنفرانس په پاييزه بيانيه كې ټينګار شوی چې اسلامی ویښتيا په سپیڅلی اسلام كې جرړه او په ټولنيزو او سياسی ډګرونو كې د خلكو په شتون تكيه لری.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، زمونږ د خبريال د راپور له مخې په دغه بيانيه كې چې بیګا صادره شوی راغلی دی اسلامی او ملی كرامت او عزت ته بيرته ستنيدل ، د مسلمانو ملتونو خپلواكې او د استكباری قدرتونو له فكری ، سياسی او اقتصادی بندونو آزادې د اسلامی امت د ټولو پرګنو يووالې او وحدت ته اړتيا لری .
په دغه بيانيه كې همدغه راز د اسلامی ویښتيا په غورځنګ كې د خلكو د درستو پرګنو په تيره بيا د ځوانانو اوميرمنو په بې سارې رول هم ټينګار شوی دی .
په تهران كې د اسلامی ویښتيا د دوه ورځنی نړيوال كنفرانس په پاييزه بيانيه كې د اسلامی ویښتيا د غورځنګونو په برياوو او د هغو په ساتلو په ټينګار سره راغلی دی، د اسلامی غورځنګ دوام او غوړيدا چې په اسلامی نړۍ كې د دينی مفكورو د رغوونكو او مجاهدينو په هڅو او د خلكو له ۱۵۰ كلنيو مبارزو وروسته بريالی توب ته نږدې شوی ، د اړيكو له پياوړتيا ، منظمی همكارۍ يا ملګرتيا ، رغنده تعامل ، او په بيلا بيلو هيوادونو كې د اسلامی غورځنګونو تر مينځ د تجربو له تبادلی سره تړلی ده .
په نوموړی بيانيه كښې د فلسطين او قدس شريف د مسئلې په اهميت ، له مقاومت څخه په ملاتړ او د فلسطين له زغم لرونكی او صبور ملت سره په مرستې هم ټينګار شوی دی .
د اسلامی ویښتيا د لومړنی نړيوال كنفرانس د پای په بيانيه كې د دښمنانو د دسيسو په وړاندې د فعالو اسلامی غورځنګونو په هوښيارتيا په ټينګار سره راغلی دی د اسلامی ویښتيا د څپو پراختيا د اسلامی امت پر ضد د نرم جنګ په شمول د دښمن د دسيسو د زياتيدا لامل شوی ده ، چې اسلامی غورځنګونه بايد په اسلامی هيوادونو او په دغو هيوادونوكې په نويو نظامونو كې د پرديو د نفوذ او شتون مخه ونيسی .
د اسلامی ویښتيا په دوه ورځنی نړيوال كنفرانس كښې ګډون كوونكو د اسلامی انقلاب دستر لارښود حضرت آيت الله العظمی سيد علی خامنه ای چې تل یې د اسلامی ویښتيا په ودې او غوړيدا كې اساسی رول درلودلی دی، د تاريخی او حكيمانه دریځونو قدرونه كړی او په بيلا بيلو ډګرونو كې یې د ملسمانانو او اسلام له حريم څخه په دفاع كښې دهغوئ غوره تدابير ستايلی او ددغه كنفرانس د پيل په دستورو كې یې د رهبرۍ د ستر مقام وينا د لاری د نقشې او اساسی سند په توګه تصويب كړی ده .
په دغه كنفرانس كې ګډون كوونكو د اسلامی ویښتيا د لومړنې نړيوال كنفرانس د ترسره كولو لپاره د ايران دنوښت او ګرمی ميلمه پالنې ، د اسلامی ویښتيا د نړيوالې ټولنې د مشر او ددغه كنفرانس د نورو ترسره كونكو مسئولانو د بې دريغه هڅو قدرونه كړی ده .
په دغه كنفرانس كې فيصله شوی چې د اسلامی ویښتاد نړيوالې ټولنې د نړيوالو غونډو دفتر به په تهران كې وی او مشرې به یې هم د علی اكبر ولايتی په غاړه وی چې د دغه كنفرانس د فيصلو اجراكول به تعقيبوی،خو د كميسونونو مشری یې د عراق پخوانې لومړې وزير ابراهيم الجعفری ته وركړل شوی ده .
په تهران كې د اسلامی ویښتيا دوه ورځنی نړيوال كنفرانس وړمه ورځ د نړۍ د اتيا هيوادونو له زرو د زياتو پوهانو، عالمانو او روڼ آندو په شتون سره د ايران د راډيو او تلويزيون د غونډو په تالار كې د رهبرۍ د ستر مقام حضرت آيت الله العظمی سيدعلی خامنه ای په وينا سره پيل شو
او بیګا ماښام د اسلامی ايران دولسمشر ښاغلی ډاكټر محمود احمدی نژاد په وينا او د يوی ۱۴ ماده ايزې بيانیې په صادرولو سره پای ته ورسيده .
863411
captcha