IQNA

11:35 - September 19, 2011
د خبر لمبر: 2189820

د فلسطين د آزادۍ لپاره د خلق جبهی مشر له ايرانه درناوې وكړ

نړيواله ډله: د فلسطين د آزادۍ لپاره د خلق جبهی مشر ښاغلی احمد جبرئيل هم د اسلامی ویښتيا په كنفرانس كې وويل ناټو د مسلمانو ملتونو د بريالی توب عامل نه شی كيدلای.

د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اطلاع رسولو مركز العالم یې نقلوی د فلسطين د آزادۍ لپاره د خلق جبهی مشر احمد جبرييل په دغه كنفرانس كې وينا وكړه او ویې ويل دا باور نه شو كولای چې د ناټو له لارې چې لاسونه ېې په اسلامی هيوادونو كې د بې ګناه خلكو په وينو ككړ دی ترلاسه شی او د فلسطين مسئله اوس د اسلامی ویښتيا اساسی موضوع ګرځيدلی ده په داسی ډول چې د اسلامی پاڅون پړاؤ ته ننوتې ده.
د فلسطين د آزادۍ لپاره د خلق جبهی مشر په سيمه كې د دوه ګونوالې په باب خبرداری وركړ او ویې ويل امريكايان او صهيونسټان د سيمې د ملتونو په ارادې په سلطې پسې دی او اوس نړۍ وينی چې امريكا او لويدیځ د اسلامی ویښتيا د ناكامولو لپاره د رسندويی او سياسی جنګ روان دی.
863440
captcha