IQNA

احمدی نژاد: نړيوال بې انصافه نظام بايد سم شی

16:30 - September 19, 2011
د خبر لمبر: 2190116
سياسی ډله: زمونږ خبريال راپورراكړ د ايران داسلامی جمهوريت ولسمشر محمود احمدی نژاد نن سهار د ملګرو ملتو د عمومی اسمبلۍ په ۶۶ غونډې كې د ګډون لپاره نيويارك ته له روانيدو مخكې وويل د ملګرو ملتو په عمومی اسمبلۍ كې د ايران په څير د نظر خاوندانو اواغيز شيندونكو هيوادونو فعال شتون به د نړۍ د ناعادلانه او بې انصافه مديريت په سمولوكې مهم رول ولوبوی.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له ولسمشر له دفتر ويب پاڼې یې نقلوی چې د اسلامی ايران ولسمشر محمود احمدی نژاد هم دا راز د امريكا د خلكو له بيلابيلو ډلو، په دغه هيواد كې ديره له ايرانيانو، د څو پوهنتونونو له محصلينو سره خبرې اترې او دغه راز په امريكا كې له پراخواو اغيزمنو رسنيو سره خصوصی مركې او په خبری غونډو كې ګډون او هم دا راز د ځينو هيوادونو له ولسمشرانواو نورو لوړ پوړو چارواكو سره ليده كاتهّ، نيويارك ته د خپل سفر نوره موخې اعلان كړې.
ډاكټر احمدی نژاد ووئيل نيويارك ته له سفره وروسته به ونزويلا ته هم سفر وكړی او ورپسې به د موريتانيا د ولسمشر د رسمی بلنې په ځواب كې دغه هيواد او ورپسې سوډان ته هم لاړ شی.
د اسلامی ايران ولسمشر نيويارك ته له روانيدو مخكې ټينګار وكړ د نوموړو هيوادونو له مشرانو سره په ليدوكتو كې به د دوه اړخيزو اړيكو پر جاجولو سربيره پر مهمو سيمه ايزو او نړيوالو موضوګانوهم بحث او سلامشورې وكړی.
863504

captcha