د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د اسلامی شورامشر علی لاريجانی هم دا راز د فلسطين له انتفاضې د ملاتړ د نړيوالې پنځمې غونډې د مشر په توګه وويل دغه غونډه به په تهران كې د تلې په مياشتې كې جوړه شی
د ايران د اسلامی شورا مشر زياته كړه اسلامی شورا په ۶۷ لمريز كال كې د فلسطين د ملت له اسلامی انقلابه د ملاتړ په توګه يو قانون تصويب كړ چې د دغه قانون تصويبيدا د فلسطين له انقلابه په دفاع كې د ايران د ملت كلك هوډ ښئ.
د ايران د اسلامی شورامشر علی لاريجانی ددې خبرې په كولو سره چې په دغه قانون كې حكومت ته دنده سپارل شوې چې د فلسطين له انقلابه ملاتړ وكړی او دغه ملاتړ دې په ايران كې د سيمينارونو او غونډو د ترسره كيداپشمول په يو لړاقداماتو سره څرګند شی وويل د فلسطين له انتفاذې څخه په ملاتړكې په ايران كې وخت په وخت سيمينارونه ترسره شول چې هماغه رازبه دغه به هم دوام ولری.
د ايران د اسلامی شورامشر ډاكټر لاريجانی هم دا راز د سيمې د خلكو اسلامی ویښتيا بهير ته په پآم سره چې د اسلامی هيوادونو له خوا د فلسطين د مظلوم ولس په ملاتړ كې لازياتې هيلې موجودې دی وويل له دغه ډول سيمينارونو جوړيدا موخه د فلسطين د ملت د حقوقو ملاتړ او خوندی ساتل دی
864025