IQNA

د يمن او نورو انقلابو پر ضد د عربستان هڅو دغه هيواد څنګ ته كړی دی

13:46 - September 20, 2011
د خبر لمبر: 2190691
نړيواله ډله: د سعودی عربستان مشهور ليكوال او څیړاند د يمن او نورو عربو انقلابونو پر ضد د ال سعود رژيم پټ جنګونه په سيمه او دنيا كښې د عربستان د كمزوری كيدا او څنګ ته كيدا سبب شوی.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له العالم اطلاع رسولو مركز یې نقلوی چې د سعودی عربستان مشهور ليكوال او څیړاند مضاوی الرشيد ليكلی ده وويل سعودی عربستان له عربو هيوادونو سره له تاوتريخوالو دډكو اړيكو او دعربوانقلابونو پرضد دال سعود رژيم دپټو دسيسو په سبب هره ورځ منزوی او كمزوری كیږی .
العالم زياته كړه له بده مرغه سعودی عربستان په عربو هيوادونو كښې دډيموكراسۍ دبهيرونودملاتړپرځاې له يوشمير ظالمو واكمنانانو سره دخپلو كورنيو اړيكو ملاتړ كوی .
دغه مركز وليكل چې دسعودی عربستان حكومت به دسيمې او عربو هيوادونو په سويه هماغه راز كمزوری پاتی شی په تيره بيا داچې دعربو له سپرلی وروسته چې دعربو دهيوادونو دخارجی سياست د چورليز په توګه یې مصر او عربستان دړې وړې كړی .
العالم زياته كړه چې په عربو هيوادونو كښې داسلامی ویښتيا له كبله رامينځته شويو پیښو دصهيونيسټ رژيم نړيواله انزوا زياته كړی ده اودفلسطين دخپلواكه هيواد په رسميت دپيژندلو زمينه یې برابره كړی ده .
864197
captcha