د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د اسلامی شورا مشر ډاكټر علی لاريجانی نن د ميلادی كال د روانی مياشتی ستمبر په يويشتمی نیټی د دغې شورا په علنې غونډه كې وويل د افغانستان د سولې د لوړې شورا د مشر ښاغلی برهان الدين ربانی ترور د ډيموكراسۍ د جنت او ترهه ګرۍ سره د مبارزې بيلګه ده چې امريكا او ناټو د هغو ژمنې كړی وی.
د ايران د اسلامی شورا مشر ډاكټر علی لاريجانی وويل په افغانستان كې وروستی ترورونه د امريكا او ناټو د مديريت د اندازې ښودنه كوی او دوئ دواړه بايد دا روښانه كړی چې يا په دغو ترورونو كې لاس لری او يا خو په افغانستان كې د سولې او ثبات په ټينګولو كښې بې وسه دی چې د دواړو پايله دا ده چې د افغان ملت له ارادې سره له مقابلې لاس واخلی او له افغانستانه ووځی.
د ايران د اسلامی شورا مشر د ايران پر ضد د صد ام په تپلی جنګ كې د سپڅلی دفاع د اونۍ پيليدو ته په اشارې سره وويل د لويدیځ او ختیځ د هر اړخيز او پراخ يرغل په وړاندې د ايران سرلوړی د جهاد د روحيی په درلودلو كې وه او ده.
865345