د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران ولسمشر ډاكټر محمود احمدی نژاد په نيويارك كښې دملګروملتونو دعمومی اسمبلۍ په شپږشپيتمې غونډې كښې په وينا كښې دې ته په اشارې سره چې دملګروملتونو ایډيا دبشری ټولنې لپاره يوه ستره بريا ده وويل دنړۍ دمديريت په مركزونو واكمنانان هڅه كوی نړيواله ټولنه د ګډې او ډله ايزې ملګرتيا او تفاهم له امكانه ناهيله كړی خو بايد باور وكړو چې حقيقی ګډ مديريت ته رسيدلی شو .
د ايران ولسمشر زياته كړه حقيقی ازادۍ، عدالت، دانتخاب حق، عزت، هوساينه، او پايداره امنيت د ټولو حق دی او ددغو ارزښتونو ترلاسه كول په موجود نا صالح مديريت تكیې يا د مستكبرانو په لاسوهنې او يا د وسلو په زور سره نه بلكې په خپلواكۍ، د متقابلو حقوقو په منلو، ملګرتيا او يوزړه توب سره لاس ته راشی.
د ايران ولسمشر وويل سولې، پرمختګ، وروګلوۍ ته د انسانانو له عمومی ګروهنې سره سره هماغه ډول چې وينو جنګونو، وژلو، پراخه بې وزلۍ، اقتصادی، ټولنيزو، سياسی كړكيچونو،توپيرونو، سپكاويو، ځان منميو، نا امنيو د ملتونو حقوق او شخصيت داغی كړی دی او د نه جبرانيدا وړ تاوانونه او كړاونه یې ورتپلی دی .
د ايران ولسمشر وويل اجازه ورنكړو چې ملګری ملتونه له دې زيات له خپل اصلی مقام يعنی دملتونو دډله ايزې ارادې له مقام څخه راټیټ شی او دنړيوالو قدرتونو لپاره په يوه اوزار بدل شی .
هغه وويل د پايداره امنيت او سولې دتامين لپاره بايد داقداماتو دترسره كولو له لارې دعمومی ګډون او مشاركت زمينه برابره كړو .
د ايران ولسمشر د ملګروملتونو د امنيت شورا دجوړښت په ناعادلانه بللو سره وويل دملګروملتونو دحقيقی او كاملې جوړيدا لپاره بدلونونه او اصلاحات اصلی او اساسی ضرورت دی چې عمومی اسمبلۍ بايد په هغو غور وكړی .
د ايران ولسمشر د ملګروملتونو د عمومی اسمبلۍ په شپږشپيتمې غونډې كښې وويل دنيا نن له هر وخت زيات دپراخه اسلامی ویښتيا كتونكی ده .
په داسې حال كښې چې د ايران ولسمشر احمدی نژاد د لومړی او دوهم نړيوال جنګ او د ویټنام او كريا د جنګونو او د افغانستان او عراق د جنګونو د پيلولو د عاملانو په باره كښې د نړۍ له عمومی افكارو خپلې پوښتنې مطرح كولې د لويدیځو هيوادونو ځينې استازی د ملګرو ملتونو د عمومی اسمبلۍ له غونډې ووتل.
د ايران ولسمشر وويل هماغه استعمارګران ، د مريونو جوړونكو، د لومړی او دوهم نړيوال جنګ او له هغو وروسته د ګډوډيو مسببانو نن دڅيرې په بدلولو سره د ملګروملتونو په امنيت شورا او د دنيا په اقتصادی او سياسی مركزونو سلطه پيدا كړی ده داپه داسې حال كښې دی چې دغه هيوادونه ددنيا دمديريت كولو ددوام صلاحيت نلری او په عين حال كښې د ملتونو د حقوقو او ډيموكراسۍ غوښتنې ادعا كوی .
دايران ولسمشر وويل ځينې اروپايی هيوادونه دهولو كاسټ په پلمه څه دپاسه شپيت كاله كیږی چې صهيونيسټانو ته جرمانه وركوی او په دې مينځ ومان كښې فلسطين مظلوم ملت بايد دهغوې دجنايتونو تاوان وركړی .
د ايران ولسمشر احمدی نژاد دغه راز دتير يوه كال د پیښو د وژل شويو كسانو په تيره بيا د جاپان په سونامی او زلزلې كښې دوژل شويو كسانو او د پاكستان د سيلابونو د مړو كسانو او د سوماليه د قحطۍ د وژل شويو كسانو ياد ولمانځه او له ټولو هيوادونو یې وغوښتل چې له مصيبت ځپليو خلكو سره مرستې زياتې كړی.
866094