د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د اسلامی تبليغاتو سمه وونكی شورا په بيانیې كې په ۱۹۸۰ كال كې د ايران په خاوره د صدام رژيم د پوځی يرغلونو په مقابل كې دايران د ملت د سپیڅلی دفاع د پيليدا د كليزې په شپوورځّو كې يو، د پراخو تيريو او هراړخيزو يرغلونو اود سپیڅلی دفاع يوديرشمه كليزه په داسې شرايطوكې رارسيدلې ده چې دمينځنی ختیځ سيمه له لويو بدلونونو سره مخامخ ده .په دغې سيمې كې په تيرودرولسیېزوكې بدلونونواوپه دې كې د امريكاپه څيرداستعماری قدرتونوسياستونو ته ژوره كتنه ښئ چې د ايران په خاوره د صدام د بشپړ سنبال پوځّ له هراړخيز يرغل سره په مقابلې كې د ايران د ځوانانو مقاومت ،په مينځنی ختیځ كې پرولسی پاڅونونو د پام وړ اغيزې شيندلی دی .
د ۱۹۷۹ كال د فرورۍ په يولسمه د ايران د اسلامی انقلاب بری په مينځنی ختیځ كې د ژورو بدلونونو پيلامه ؤ . د ايران د ظالم پاچا محمدرضاپهلوی په نسكوريداسره امريكااودلودیّځ بلاك د هيوادونوټولګې دمينځنی ختیځ اوفارس خيليج په سټراټيجيكې سيمې كې خپل يو اساسی ملګری له لاسه وركړ . امريكا او د هغې ملګرو د يوه ديكتاتور واكمن په خلاف د ايران د ملت په نوخيزه انقلاب دګوزار لپاره له هیڅ دسيسې او چلوله ډډه ونه كړه .په ټولنې كې د ويرې او وحشت د رامينځته كولو لپاره په پوله ايزو ولايتونوكې له ترهه ګرواوبيلتون غواړوډلوسره مرسته،د انقلابی اوعلمی شخصيتونوحتی دعاموخلكوترورونه،اواقتصادی بنديبزونه ، د ايران په اسلامی انقلاب دګوزار كولو لپاره امريكا او دهغې ځينوسيمه ايزواواروپائی ملګروداقداماتودټولګې ځينې برخې دی .خو دايران میړنی ولس د اسلامی انقلاب د بنسټګر حضرت امام خمينی په رهبرۍ او مديريت سره دغه ټوله دسيسې شنډې كړې . كه څه هم په دې لاره كې د واشنګټن تر ملاتړ لاندې ترهه ګرو ډلګيو په لاس د اسلامی انقلاب ډيرشخصيتونه اوعام خلك شهيدان شوی دی.
امريكا چې د ايران له اسلامی انقلاب سره په مخامخيدا كې له ماتې سره مخامخ شوې ، د ايران په اسلامی جمهوريت دګوزار لپاره ئې پوځی حربې ته مخه كړه . دا فرصت د عراق نسكور شوی صدام لعين رژيم چې تل د ايران د خوزستان دتيلی زيرمو لرونكی ولايت د بيلولو لپآره د خپلې زيات غوښتنې دسپيرې موخې د پوره كولو لپاره په يو ه فرصت پسې ؤ ، امريكا ته وركړ ، هغه د ۱۹۸۰ كال دستمبر په ۲۲ د لويدځ او ختیځ ددوو زبرځواكونو په ملاتړ او شنو اشارو سره له هوا،سمندر او مځكې د ايران پر اسلامی جمهوريت حمله وكړه .امريكا او شوروی دوخت دووزبر ځواكونو له خپلو ټولو اختلافاتوسره سره د ايران داسلامی جمهوريت په مقابلې كې په بشپړ ډول سره يوه خولهّ شول
په حقيقت كې د ايران ولس يوازې د صدام رژيم له پوځ سره نه جنګيدهّ ، بلكې له يوې هغې لوی پوځی ټولګې سره ئې مقاومت وكړچې د لويدیځ او ختیځ ددوو بلاكونو د حكومتونوپه وسلو او د فارس خليج د عربو واكمنانو دتيلو په ډالرو سره ئې ملاتړ كيدهّ . په مقابل كې په ايران كې تر دې دمه داسلامی جمهوری نظام بنسټ لا پياوړی شوی نه ؤ،اود انقلاب ضدځينوعناصروپه سياسی،اقتصادی اوحتی په پوځی اورګانونوكې په نفوذسره دايران دمیړنيوځوانانودسپیڅلی دفاع په كار كې خنډونه جوړول . . له دې امله ددنيا دجنګونوپه تاريخ كې دايران د اسلامی جمهوريت په ضدد صدام رژيم تپلی جنګ بې مخينې دی .په يوه لوری كې بشپړسنبال پوځ او بل پلوهّ انقلابی او ولوناك ځوانان وو چې په كلك هوډ او پياوړی ايمان سره ددغه بشپړ سنبال پوځ او دهغوی د ملاتړو په وړاندې ئې مقاومت درلود.
د جنګ په بل لوری كې د ايران اسلامی جمهوريت له بيلابيلوپوځی اواقتصادی بنديزونوسره مخامخ ؤ .ايران حتی هغو ازغن تارونواوساتونكوقاليوته لاس رسی هم نه درلودهّ چې په پوځی شيانوكې نه شاملیږی .خوهغه څه چې دغه نابرابر جنګ ته یې خاصه ځانګړنه وركړه ،په خدای ايمان،له رهبره پيروی اودايران دځوانانوشجاعت اومیړنتوب ؤ .دايران داسلامی انقلاب بنسټګر حضرت امام خمينی د اسلامی ايران په خلاف د صدام رژيم د تپلی جنګ دخصوصياتو په باب وفرمايل :،زمونږ جنګ دظلم او ستم په خلاف دمونږ د مكتب جنګ دی ، زمونږ جنګ دكيمونزم او د نړۍ د پانګوال نظام دټولونابرابريوپه ضد داسلام جنګ دی .زمونږ جنګ دعياشواو د اسلامی هيوادونودبې درده واكوالانو په خلان د ابله پښو جنګ دی .دا جنګ وسلې نه پيژنی ، دا جنګ په يوه ځای اوپولې پورې محدود نه دی ، دا جنګ كور،ماته او د لوږې اوبې وزلۍ تريخوالی نه پيژنی . دا جنګ د اعتقاد جنګ دی . په زور اوپيسواوعياشيودككړې دنيا په ضدد اعتقادی ارزښتونو جنګ دی زمونږ جنګ دناځوانمرديوپه خلاف دپآكۍ،عزت،شرف او استقامت جنګ دی .:
دخپل دين اووطن په دفاع كې د ايران د شجاع اومیړنی ولس میړنتوب اوزړورتياؤخبرونه دايرن ترپولوپورې محدودپاتې نه شول .دنړۍپه عمومی افكاروكې دايران داسلامی جمهوريت د مقام په داغی كولوكې د لودیځ د رسنﺉ امپراتورۍ له ټولو هلوځلو سره سره د خپلې خاورې په دفاع كې د ايران دځوانانودمیړنتوب او شجاعت خبرونه دنړۍ د آزادی غواړو غورځنګونو لپاره په يو ې بيلګې بدل شول . د ايران په ضد د صدام رژيم داته كلن جنګ تپلو د ايران دولس د اتحاد اوخوځښت دوهمه څپه په ځان پسې درلوده چې د آزاد ژونددتيرولولپاره یې ډيره درنده بيه وركړې وه او په دغه ډګر كې یې پخپل ايمان سره دخپلو مبارزو داسې معنوی اړخونه وپنځول چې دجنګ له بې شميره كړاؤنو یې شرافت ، ايمان ، عشق، شجاعت ،تدبيراوسرښيندنې په څير ارزښتونه نندارې ته وړاندې كړل . دايران دجنوب اولودیځ پولې كه څه هم تر ډيره وخته ددغه پاك وطن دبچيانوپه قتل ګاهوبدل شول ،خودهغوی لوړايمان او د روح قدرت دغه خاوره په يوه سپیڅلی ځای بدله كړه . د ايران داسلامی جمهوريت په ضددصدام رژيم تپلی جنګ له اتو كلونو رووسته په داسې شرايطو كې پای ته ورسيدهّ چې كه له صدام رژيم څخه د لودیځ او ختیځ د دوو زيرځواكونو او دهغوی د تالی څتو ملاتړونه نه واﺉ ، نو د عراق پوځ د ايران دمیړنی ملت د ځوانانوپه وړاندې دمقاومت توان نه درلودهّ اودعراق ملت به ډير زر د صدام رژيم د ظالم اواستبدادی حكومت له ظلم اوكړاوه آزاد شوی ؤ . تپلی جنګ له هغوټولوتاوانونوسره سره چې په ځان پسې یې درلودل ، اوپه لسګونوزره ايرانيو میړنيو ځوانانودخپل هيواد اوانقلاب په دفاع كې ځانونه قربان كړل ،ډير بركتونه یې هم په ځان پسې درلودل د ايران دولس لپاره ددغه جنګ بركتونه ، په ځان باوری او دنړۍ د ټولو سرزروقدرتونو په وړاندې په میړانې سره مقاومت ؤ .دسيمې دنورو هيوادونو خلك هم پوه شول چې د ايمان په قدرت او شجاعت سره دهغو ديكتاتورانوپه وړاندې چې دپرديو له هر اړخيز ملاتړه برخمن دی ، دريدلی اوبريالی كيدلی شی .
پر دې اساس داسلامی ویښتا خوځښت چې همدااوس په مينځنی ختیځ كې رامينځته شوی دی په اته كلن تپلی جنګ كې دايران دمیړنی ملت د شجاعت او مقاومت برياوې دی . داسلامی انقلاب بنسټګر حضرت امام خمينی په دې زمينې كې فرمايلی دی :، مونږ په جنګ كې د خپل اسلامی انقلاب جرړې پياوړی كړې ،مونږ خپل انقلاب په جنګ كې نړۍ ته صادر كړ ی دی .مونږ په جنګ كې د سړی خورو او سرزورو له سپيروڅيروپرده پورته كړه .:
حضرت امام خمينی اوس د ژوند په بند كې نه دی او لوړ روح یې الوت كړی دی خودهغه بزرګوار تاريخی جملې، دتپلی جنګ په باب ،د هغه دليرليد اوژور تفكر ښودنه كوی .
دهغو په لسګونوره شهيدانوياد اوخاطرې دې چې نه يوازې د خپلې پاكې خاورې ددفاع لپاره بلكې د انسانی او اسلامی كرامت او عزت د ساتلو لپاره خپل څانونه قربان كړی دی ، تل ژوندۍ وی .
865516