د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، په تهران كې د حماس استازې ښاغلی «خالد قدومی»، په ملګرو ملتونو كښې د فلسطين هيواد د غړيتوب په ردولو كښې د امريكا دریځ ته په اشارې سره وويل امريكا هیڅ كله د اسلامی هيوادونو له ګټو سره موافقه نه وه او نه ده او امريكا د اسلامی هيوادونو په تيره بيا د فلسطين د ملت د مشكلاتو اصلی عامله ده.
د فلسطين دغه مقام زياته كړه ترهغه وخته چې د امريكا ولسمشر له صهيونيسټ رژيمه دواشنګټن پريكنده ملاتړ اعلانوی عرب امت او اسلامی هيوادونه بايد په سيمه كښې دسولې دراوستلو لپاره دامريكا هڅو ته هیڅ هيله ونكړی.
دفلسطين د حماس غورځنګ په تهران كې استازی ښاغلی «خالد قدومی»، وويل د امريكا ولسمشر باراك اوباما هم دا اوس په واضح او روښانه ډول خبرو ته د فلسطين د كورواكه تشكيلاتو په مجبورولو سره د اسرايلو په غوښتنو عمل كوی چې خبرو ته د بيرته ستنيدا لپاره د فلسطين په كورواكه تشكيلاتو د امريكا او نړيوالو ديكته شوی خبرې وروتپی.
866111