IQNA

د عراق په كربلا سپیڅلی ښار كې خونړۍ چاودنې شوې

17:40 - September 25, 2011
د خبر لمبر: 2193007
نړيواله ډله: د كربلا په سپیڅلی ښار كې له درنې چاودنې او په لسګونو كسانو پينځه ويشت تنه مړه او يو سل او لس نور ژوبل شوی دی او وروسته له دې د عراق په پلازمينه بغداد په خالديه ښارګوټی كې هم دوو پرله پسې چاودنو لږ تر لږه دوه تنه ووژل
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اطلاع رسولو مركز shorouknews، یې نقلوی چې له ننی راپور سره سم د عراق امنيتی سر چينو اعلان وكړ چې د كربلا په ښار كې د درنو چاودنو ورسته چې پكښې ډير كسانو ته مرګ او ژؤبله واړيدلی ده لومړنۍ بمی چاودنه د خالدېې په ښار ګوتی كې د يوه كور مخې ته وشوه چې له امله ېې يوه عراقی ښځه ووژل شوه او د هغې دوې لوڼې ټپيانې شوې.
د راپور په اساس دوهمه چاودنه هغه وخت رامنځته شوه چې كله سيمې ته پولس ورسيدل د دې چاودنې له امله هم د پوليسو يو افسر وژل شوئ او څلور نور ټپيان دی.
د يادولو ده چې د كربلا ښار د ننيو چاودنو له امله د وژل شويو شمير 25 او د ټپيانو شمير 110 ته ورسيد.
866872
captcha