د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، آيت الله جنتی څرګنده كړه له پرمختګونو سر بيره مقدسې دفاع د اسلامی ايران خپلواكی هم تضمين كړه او اسلامی نظام ته ېې وقار او عزت ورپه برخه كړ چې نن ورځ د ايران دفاعی او فوځی پرمختګونو دوښمنان كمزوری كړی دی .
د تهران د جمعې لمانځه خطيب د سپیڅلې دفاع د سرښيندونكو قربانۍ وستايلې او څرګنده ېې كړه په سيمه كې د اسلامی ویښتيا د څپو منځ ته راتګ د مقدسې دفاع له بركتونو او د مقدسې دفاع د جنګياليو د قربانيو پايله ده .
آيت الله جنتی وويل د خدای په فضل د اسلامی ویښتيا څپې د پراخيدو په حال كې دی او ديكتاتور نظامونه يو په بل پسې را نسكوریږی .
د تهران د جمعې لمانځه خطيب د بحرين د خلكو مقاومت وستايه او د آلخليفه او آل سعود جنايتونه په تيره له بحرينی ښځو سره د هغوی ظالمانه چلندېې وغانده .
آيت الله جنتی د خپلو خبرو په يوه بله برخه كې په ايران كې لوی بانكی تخلف ته اشاره وكړه او ټينګار ېې وكړ د اسلامی ايران قضايه قوه بايد په پريكنده ډول او د يوه عادل قاضی په ټاكلو سره دا دوسيه وڅیړی او مجرم افراد د خپلو اعمالو په سزا ورسوی .
870093