IQNA

لاريجانی: امريكه د اسلامی نړۍ قدرت نه قبلوی

16:19 - October 02, 2011
د خبر لمبر: 2197098
سياسی ډله: ډاكتر علی لاريجانی تيره شپه د عراق د پارلمان له مشر اسامه انجيفی سره په كتنه كې د دوه اړخيزو ملګرتياوو په پراختيا خوښی څرګنده كړه او وېې ويل د دواړوهيوادونو ملګرتياوې د صداقت په اساس ولاړې دی .
د ايران د قرانی خبری اژانس ايكنا د يو راپور پر اساس چې اسلامی شوری ويب پاڼې یې نقلوی چې د اسلامی شورا مشر په دې بيان سره چې د شيعه او سنی په نوم د اختلاف را منځ ته كول د دوښمنانو هڅه ده څرګنده كړه په اوسنيو شرايطو كې د مسلمانانو تر منځ د يوالی را منځته كول د هغوی تر ټولو لويه اړتيا ده .
لاريجانی د اسلامی ویښتيا څپو پراخيدو ته په اشارې سره وويل نور د ديكتاتورانو وخت تير شوئ دئ .
د عراق د پارلمان مشر هم وويل د تهران او بغداد اړيكې د دوستۍ او ورورۍ پر بنسټ ډی او د عراق دولت او ملت له ايران سره له هر دوستانه اقدام ملاتړ كوی .
اسامه انجيفی د اسلامی امت په منځ كې د اختلاف رامنځته كولو لپاره د دوښمنانو هڅو ته په اشارې سره وويل د دې خوځښتونو او د دوښمنانو له خوا د سنی او شيعه او نورو بيلابيلو پلمو له لارې د اختلاف را منځته كولوپه اړه د اسلامی نړې د مشرانو دروند مسئوليت په غاړه دئ اوپه سيمه كې د ايران او عراق هيوادونو رول او ځایګاه ته په پام سره د دې دواړو هيوادونو مسئوليت په دې اړه لا زيات ډئ .
871284
captcha