د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس،په تهران كې د فلسطين له انتفاضې د ملاتړ په پنځمه نړيواله غونډه كې ګډونوالو بیګا ددې غونډې په پای كې د يوې بيانیې په صادريدو سره، د فلسطين د خلكو د مقاومت په پياوړتيا او ساتلو كې د رهبرۍ د ستر مقام ددریځ ستاينه وكړه او د تهران د غونډې د ميثاق او رسمی سند په توګه یې د هغوی د خبرو د ثبتولو ترڅنګ ټينګار وكړ چې بايد د فلسطين خپلواك دولت د قدس شريف په پلازمېنې سره په ټوله فلسطينی خاوره كې جوړ شی.
په دې بيانيه كې راغلی دی چې په نړۍ كې ټول مسلمانان، عرب او آزادی غواړی انسانان بايد د فلسطين د خلكو د تاريخی، ملی او قانونی حقوقو د پرځایښت لپاره خپلې ټولې هڅې په كار واچوی تر څو د فلسطين خاوره د صهيونيسټانو له منګلو آزاده شی.
د تهران په غونډه كې دبرخه والو په بيانيه كې همدارنګه ټينګار شوی دی چې د ولسی خلكو په ځانګړې توګه مېرمنو، ماشومانو او سپين ږيرو په پراخه وژنه كې دولتی تهرګری،د اقتصادی بيخ بيناوو ورانول او پران شوی ترورونه او د فلسطينی شخصيتونو په نښه كول، د جنګی جنايتونو ښكاره نښه ده او محكومه ده.
په دې بيانيه كې همدارنګه په ډاګه شوې ده چې د صهيونيسټ رژيم ډل وژوونكې وسلې او اټومی سلاكوټونه، جنګ غواړی اقدام او له ټولو نړيوالو اصولو او قوانينو سره په ټكر كې دی او همدارنګه د سيمې د سولې د ګواښولو عامل دی، او بايدنړيواله ټولنه په نيواكی فلسطين كې شته اټومی او ډل وژوونكو وسلو د له منځه وړلو او كنټرولولو لپاره لازم اقدامات ترسره كړی.
په دې بيانيه كې همدارنګه راغلی دی چې د فلسطين مسئله د منځنی ختیځ سيمې د ټولو مسايلو چورليزی او اصلی موضوع ده او د اسلامی نړۍ او عربی هېوادونو لومړنۍ لومړيتوب دی او د فلسطين هېواد آزادی د ټولو آزادی غواړو لپاره ځانګړی ارزښت لری.
دغه بيانيه د منځنی ختیځ سيمې بدلونونو او ډګر ته د ملتونو راوتلو او د خپل برخليك په ټاكلو كې د اساسی رول لوبولو او د خپلې ارادې د واكمنولو لپاره د مقاومت پياوړتياته په اشارې سره زياتوی چې اوسنۍ وضع كولای شی چې دفلسطينی خاورې د آزادولو لپاره د مقاومت انتخاب ته موكه برابره كړی او خپل برياليتوب په عمل كې ثابت كړی.
د تهران د غونډې د ګډونوالو په بيانيه كې همدرانګه راغلی دی چې د غزې دوران شويو سيمو بيا رغونې او دژوند د لومړنۍ اړتياوې د هر مسلمان او عرب انسانی دنده ده او ټول دولتونه او ملتونه بايد په دې برخه كې پر خپلو مسووليتونو عمل وكړی.
په دې بيانيه كې ټينګار شوی دی چې په وسلو، اقتصای، علم، سياسی برخو كې له صهيونيسټ رژيم څخه د امريكا ددولت غير منطقی او هراړخيز ملاتړ محكوم او له صهيونيسټ رژيم څخه په نړيواله ټولنه كې د امريكا ملاتړ د هغوی د پلان شوې اړيكې ښودنه كوی.
871973