IQNA

په بيروت كې د ال خليفه د ظلمونو د څیړنی په اړه سيمينار تر سره كیږی

13:11 - October 04, 2011
د خبر لمبر: 2198303
نړيواله ډله: د بحرين او نړيوال ځينې سياسی فعالان دا اراده لری چې په بيروت كې ال خليفه د جنايتونو او ظلمونو د څیړلو او ددې ظلمونو د عاملانو د قانونی پلټنې لپاره ناسته تر سره كیږی.
د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اطلاع رسولو مركز العالم یې نقلوی چې دا سيمينار د چهار شنبه او پنجشنبه يعنی د ميلادی مياشتی اكتوبر په پينځمې او شپږمې نیټې د لبنان په پلازمينې بيروت كې ترسره كیږی.
د لبنان پخوانې لومړۍ وزير ښاغلی «سليم الحص»؛د بحرين د انسانی حقوقو مركز مشر ښاغلی «نبيل رجب»؛ د بحرين د ملت په ملاتړ كې د كانفرنس تر سره كولو مشر ښاغلی «احمد الجلبی»؛ د بحرين د انسانی حقوقو انجمن مشر ښاغلی «يوسف ربيع»؛ او لږ شمير حقوقدانان او نړيوال فعالان په دې سيمينار كې ګډؤن كوی.
872202
captcha