IQNA

د بحرين پوځی محكمې خلكو ته سزا وركړه

19:44 - October 05, 2011
د خبر لمبر: 2199060
نړيواله ډله: په بحرين كښې يوې پوځی محكمې څوارلس انقلابيان دحكومت پرضد مظاهرو كښې دګډون په خاطر په عمر قيد محكوم كړل.
د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اطلاع رسولو مركز «alwefaq.net»، یې نقلوی چې د بحرين پوځی محكمې دغه راز شپږ محصيلين ښاغلی علی المحفوظ»، «سيد‌هادی المدرسی»، «عبدالله صالح»، «مهدی هادی»، «جاسم الدمستانی» او «طلال الجمری»، ته د تاوتريخوالی د رامينځته كولو په دليل پينځلس كالونه او يو بل محصل په ورته تور سره اتلس كاله په زندان محكوم كړ.
د بحرين پوځی محكمې دغه راز پينځلس نور كسان د حكومتی ځواكونو د وژلو لپ او د واكمن رژيم پرضد د خلكو د راپارولو د هڅې په تور پينځلس كاله په بند محكوم كړل .
دغه راز ښاغلی «ياسر عبدالله»، «محمد ابراهيم»، «علی الانصاری»، «جعفر عبدالله»، «ادريس العكر»، «حبيب الجمری»، «عبد العظيم المهتدی» او «محمد علی» په لسو كلونو زندان محكوم شول
په بحرين كښې د خلكو پاڅون د ال خليفه ديكتاتور رژيم د ديكتاتور د ختميدا په هدف سره له فرورۍ مياشتې پيل شوی .
د سعودی عربستان ، اردن ، بحرين او متحده عربی اماراتو عسكرو دبحرين په سوله ايزو مظاهره چيانو ډيرو حملو سره په لسګونو كسان مړه او په زر ګونو كسان ژوبل كړی او په سلګونو نور یې نيولی هم دی .
د بحرين او دغو خارجی هيوادونو حتی په ښځو جنسی تيری هم كړی او په جوماتونو حملو سره یې قران مجيدونه هم سوزولی .
بل خبر دا چې د بحرين خلكو د منامې د توفان په نوم مظاهرو كښې ګډون سره سلمانيه او ستره سيمو ته تلونكی پل وتړه.
امريكا، انګلستان، سعودی عربستان او ځينې نور عرب او يورپی هيوادونه په قدرت كښې د يمن او بحرين د ديكتاتورو رژيمونو د پاتې كيدا هڅه كوی.
873418
captcha