د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران اسلامی جمهوريت د دفاع وزير ښاغلی سردار وحيدی د بریښنايزې جګړې په ډګر كې د د هوای دافع قرارګاه د يو شمير مهمو لاس ته راوړنو د نندارې په مراسمو كې وويل ايران كولای شی د دښمن فوځی او جاسوسی سټلایټونه منحرف او په غلطه بوزی او دا هغه ځواك دئ چې د ايران اسلامی جمهوريت له بنديزونو سره سره ورته رسيدلئ او د فضاء په زړه كې ېې نفوذ كړئ.
د ايران اسلامی جمهوريت د دفاع وزير ښاغلی سردار وحيدی وويل د سبا په نوم رادار فلیډ فارم او د شاهد په نوم د بریښنايزې جګړې اوزار او د نړيوال موقعيت پيژندونكی اخلالوونكئ سيستم هغه پروژې دی چې تيره ورځ په ايران كې ګټې اخيستنې ته چمتو شوې.
873739