د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې العالم ټی وی چينل یې نقلوی چې د سعودی عربستان د كورنيو چارو وزارت د دغو نښتو د ژوبلو كسانو شمير څوارلس تنه اعلان كړی دا په داسې حال كښې دی چې سياسی فعالانو په دغو نښتو كښې د ژوبلو كسانو شمير څلورويشت تنه ښودلی.
دغه نښتې د سعودی عربستان د قطيف سيمې په عواميه ښار كښې په سلګونو مظاهره چيانو دعربستان د امنيتی ځواكونو له ډزو وروسته وشوې.
د سعودی عربستان مظاهره چيانو ويلی دی د امنيتی عسكرو لخوا د عواميه ښار د كلابندۍ د ماتولو په هدف سره به مظاهرو ته دوام وركړی.
د سعودی عربستان سياسی فعالانو په تيرو څو مياشتو كښې په الشرقيه ولايت كښې په څو مظاهرو ترسره كولو سره د اصلاحاتو د ترسره كولو او د سياسی بنديانو د خوشی كولو غوښتنه كړی ده.
د بشری حقوقو څارونكی موسسې هيومن رایټس واچ وايی د سعودی عربستان د حكومت څه د پاسه ۱۶۰ مخالفان له فرورۍ مياشتې راهسې تر اوسه د حكومتی اعتراضونو د ځپلو په بهير كښې نيول شوی.
د عربستان د بشری حقوقو ټولنه هم وايی چې په دغو بنديانو سخت ظلمونه كیږی او روحی او جسمی شكنجه كیږی.
په سعودی عربستان كښې هم د بيان او مذهب هیڅ ډول ازادۍ نشته او په دغه هيواد واكمنه سعودی كورنۍ چې د امريكا او انګلستان په مټ یې په سلګونو كلونو په عربستان حكومت كړی خپلې ديكتاتورۍ ته دوام وركوی او خلك په سخته ځپی.
سعودی عربستان له نورو عربو هيوادونو دغه هيواد ته د پاڅونونو او انقلابونو په خپريدا سخت اندیښمن دی او هڅـه كوی خلك په سخته وځپی.
873778